اسلام آباد 17جنوری(اے پی پی)قامي اسمبلۍ ته وئېلي شوي په هېواد كښې د پېټروليم منصوعات بيعه د منطقې د نورو هېوادونو په مقابل كښې كمه ده۔د ګل په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د توان وزارت لخوا ايوان په تحريري توګه خبر كړے شو چې په هند كښې د پیټرول يو ليټر بيعه 241.47 روپۍ او د ډيزل بيعه 212.47 روپۍ يو ليټر ده۔بنګله دېش كښې د پېټرول بيعه 184.70 او د هائي سپيډ ډيزل 116.2 روپۍ او په نيپال كښې د يو ليټر بيعه 199.71 روپۍ او د ډيزل بيعه 174.75 روپۍ ده۔ده ايون خبر كړو چې د دې برعكس پاكستان ګښې د پېټرول يو ليټر بيعه 147.83 روپۍ او د هائي سپيډ ډيزل بيعه 144.62 روپۍ يو ليټر ده
مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد