كوئټه 09 دسمبر (اے پي پي) د مذهبي چارو او د مذهبونو تر مينځه د همغږۍ وفاقي وزير پير نورالحق قادري وئيلي دي قرآن مجيد مكمل ضابطه حيات دے كوم چې مونږ ته د ژوند شعور او لارښونه راكوي، حكومت په اتفاق سره قرآن پاك په نصاب كښې شامل كړے، سيرت النبي صلی الله عليه وآله وسلم زمونږ په نصاب كښې شامل دے. ده دا خبرې د زيارت په ورځ په كوئټه كښې د حسن قرآت په مناسبت راجوړې شوې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري ووئيل غېر مسلم چې په كوم هېواد كښې مېشته وي، هلته څه ذمه وارې وې، ځينې پېښې هېواد او قام لپاره د شرم سبب ګرځي. ده ووئېل مونږ لپاره د فكر مقام دے چې دا د رحمت او شفقت دين دے، د ټولنې اصلاح زمونږ د ټولو ذمه واري ده. په دې موقع وفاقي وزير حفاظ كرام او قراء ته شېلډز او اسناد وركړل. په دستوره كښې د بېلا بېلو ديني او سياستي ګوندونو علماﺀ كرام او د خوراك صوبائي وزير زمرك خان اچكزي هم ګډون كولو.
قرآن مجيد مكمل ضابطه حيات دے كوم چې مونږ ته د ژوند شعور او لارښونه راكوي، حكومت په اتفاق سره قرآن پاك په نصاب كښې شامل كړے. د مذهبي چارو او د مذهبونو د د همغږۍ وفاقي وزير پير نورالحق قادري
مضمون کا ماخذ : فائر جوکر