اسلام آباد 11 جنوري (اے پي پي) د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ لارښودې مريم نواز وئيلي دي چې ماشومانو ته ښه تعليم وركول د حكومت ذمه واري ده٬ په كال 2018م كښې به د تعليم نوې نظام معرفي كړو٬ په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې د سكولونو د اپ ګرېډېشن نه پس به په سركاري او پرائيوېټ سكولونو كښې فرق پاتې نه شي۔ هغې دا خبرې د شورو په ورځ د وز??راعظم د تعلي??ي اصلاحاتو پروګرام له مخې سكولونو ته د بسونو وركولو دستورې ته د وېنا كو??و په مهال وكړې۔ په دستوره كښې وز??راعظم محمد نواز شريف خاص مېلمه و۔ په دې موقع د اطلاعاتو او خپرونو دوهمه وز??ره مريم اورنګزېب٬ د كېډ دوهم وز??ر طارق فضل چوهدري٬ د كېډ وزارت او د نورو ادارو چارواكو پشمول د اسلام آباد د بېلا بېلو سكولونو ښوونكي او زده كوونكي په لويه شمېره موجود وو۔ مريم نواز ووئيل چې كله مونږ د وز??راعظم د اصلاحاتو پروګرام پېل كړو او په دې لړ كښې مو د بېلا بېلو سكولونو دوره وكړه نو زده كوونكو او مېرمنو ووئيل چې مونږ بسونو ته ضرورت لرو٬ وز??راعظم ته مو خواست وكړو او وز??راعظم بله ورځ د بسونو منظوري وركړه۔ هغې ووئيل چې د اسلام آباد سكولونو ته 200 بسونه وركولې شي۔
ماشومانو ته ښه تعليم وركول د حكومت ذمه واري ده٬ په كال 2018م كښې به د تعليم نوې نظام معرفي كړو
مضمون کا ماخذ : خوش قسمتی کا رش