پېنډۍ ۔18دسمبر(اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه وئيلي دي چې نړۍ بې ثباته افغانستان نشي زغملې، په افغانستان کې د بشري بحران مخنیوي لپاره نړیوال یووالي او مخلصانه هڅو ته اړتیا ده۔ هغه دا خبره افغانستان او پاكستان لپاره د المان خاص استازي جېسپړ وېك سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو ٬ سيمه ايزې سلامتيا ٬ د افغانستان په روانه و ضعه ٬ بشري خواخوږۍ له ګامونه پورته كولو كښې په مرسته او همكارۍ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د خالي په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي پرېس ريليز لمخې جنرال قمر باجوه ووئيل پاكستان په نړيوالو او سيمه ايزو چارو كښې د المان كردار ته د قدر په سترګه ګوري٬ مونږ المان سره دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركول غواړؤ۔ هغه ووئيل نړۍ بې ثباته افغانستان نشي زغملې، په افغانستان کښې د بشري بحران مخنیوي لپاره نړیوال یووالي او صادقانه هڅو ته اړتیا ده۔ هغه په افغانستان كښې د امن مفاهمت اقداماتو په اهميت زور راوړو۔ په دې مهال د المان استازي د افغانستان په صورتحال كښې د پاكستان د كردار ٬ بارډر منېجمنټ له د كړو هڅو او سيمه ايز استحكام كښې د پاكستان د مهم رول لوبولو ستائنه وكړه او پاكستان سره ئې په هره كچه سفارتي مرسته زياتولو له د خپل لوظ پخلې وكړو
نړۍ بې ثباته افغانستان نشي زغملې، په افغانستان کښې د بشري بحران مخنیوي لپاره نړیوال یووالي او مخلصانه هڅو ته اړتیا ده٬ د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه
مضمون کا ماخذ : خون چوسنے والے II