پېښور 29 جون (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مریم اورنګزېب د زيارت په ورځ د سينئر خبريال فاروق شريف څوك چې په نجي روغتون كښې بستر دے٬ پوښتنه وكړه۔ دوهمې وزېرې د ورځپ??ڼې جهاد چيف اېډيټر شريف فاروق ته د ګلونو ډالۍ وړاندې كولو سره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه او د ھغه زر روغتيا لپاره ئې دعا هم وكړه۔ په دې مو??ع دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب خبريال ته د عقيدت پېرزونې وړاندې كولو سره ووئيل چې شريف فاروق د تحريك پاكستان په كاركنانو كښې شامل دے۔ دې ووئيل چې شريف فاروق د كال 1940 لاهور په تاريخي غونډه كښې ګډون كړې ٶ كوم چې د پاكستان قرارداد منظور شوے ٶ۔ دې ووئيل چې شريف فاروق زمونږ د صحافت د فخر وړ اثاثه ده٬ د ده د درملنې ټول خرڅ به وفاقي حكومت برداشت كوي۔ په دې مو??ع د اطلاعاتو او خپرونو د وزارت اعلٰې چارواكي هم دوهمې وزيرې سره وو۔
مضمون کا ماخذ : اضافی مرچ