اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني پاكستان ۔چين ملګرتيا 70 كاله په پوره كيدو خصوصي پيغام كښې د پاكستان او چين اولس له مباركي وركولو سره وئيلي دي د تيرو 7 لسيزو په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكي لا قوي شوي۔ ده ووئيل چين سره اړيكي زمونږ د خارجه پاليسۍ مهمه برخه ده او هم دغه وجه ده چې ټول سياسي ګوندونه د چين سره په دوه اړخيزه مرسته يو موټے دې۔د ملګرتيا او باور ذكر كولو سره محمد صادق سنجراني ووئيل دواړو هېوادونو په هر سخت وخت كښې د يو بل ملګرتيا كړې او تير كال د نړۍ په پارلمانونو كښې سېنېټ وړومبے پارليمان ؤ چا چې د چين ستائني په اړه قرار داد منظور كړے۔ ده ووئيل پاكستان د چين سره د يووالي څركندونه او پاكستان سپورټ كولو په اړه دوه قرار دادونه هم منظور كړي۔دا خبره د ډاډ وړ ده چې شي جن پنګ په مشرۍ كښې چين په زړه پوري پرمختګ كړے او د هغه په حكومت كښې د پاكستان او چين اړيكو لا وده موندلې ده ۔ده ووئيل د سي پيك په سوب د دواړو هېوادونو يو نوے دور پيل شوے او دا خبره د خوشحالۍ ده چې د سي پيك وړومبے فيز بشپړ شوے۔ده د سي پيك اهميت رامخي ته كولو سره ووئيل سي پيك نه يواځي پاكستان بلكه دې سره د تعلق لرونكو هېوادونو روښانه سباؤن له ضمانت دے۔ سي پيك د نړۍ ښه معاشي منصوبو كې يوه مهمه پروژه ده۔ د سېنېټ چيئرمېن سي پيك د پاكستان لپاره نه يواځي ګيم چينجر بلكه فيټ چينجر هم ګرځولو سره ووئيل سي پيك منصوبې څخه به نه يواځي سيمه ايز تاجران او سرمايه كار مستفيد شي بلكه خاص او عام ته به هم ګټه ورسي او هېواد كښې به د روزګار او پرمختګ يو نوے دور پيل شي
د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د پاك چين ملګرتيا په 70 كاله پوره كيدو د دواړه هېوادونو اولس له مباركي وركړه
مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria