اسلام آباد۔6 اکتوبر(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي پاكستان برطانيه سره د دوه اړخيزه اقتصادي ٬ تجارتي او سياسي اړيكو لا مستحكمولو عزم لري۔ دا خبره هغه د برطانوي پارليمان پاكستاني نژاد غړي لارډ واجد خان سره خبرو كښې وكړه كوم چې خارجه وزير سره د شورؤ په ورځ خارجه وزارت كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښی په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير ووئيل د پاكستان او برطانيه ترمينځه ژورې او ګڼ اړخيزه اړيكې دي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل ماته د برطانيې اوسنۍ دورې په مهال خپل برطانوي همڅنګ سره د ملاقات موقعه ترلاسه شوه ٬ برطانوي همڅنګ مې افغانستان كښې د رامخې ته كېدونكې وضعې ٬ مقبوضه كشمير كښې د هند لخوا د بشري حقونو سختو خلاف ورزيو او منطقې ته پېښو خطرو څخه خبر كړو۔ خارجه وزير ووئيل په برطانوي پارليمان كښې د كشمير مسئلې په غوره ډول پورته كولو حوالې سره د پاكستاني نژاد برطانوي پارليماني غړو خذمات د ستائنې وړ دي۔ لارډ واجد خان د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د برطانيې د اوسنۍ دورې ٬ د خپل همڅنګ لز ټرس په شمول نورو برطانوي پارليماني غړو سره د كړې ملاقاتونو او د هوائي سفر حوالې سره د برطانيې رېډ لسټ څخه د پاكستان ويستلو له د كړې هڅو ستائنه وكړه۔
خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي سره د برطانوي پارليمنټ پاكستاني نژاد غړي لارډ واجد خان ملاقات ٬ په پاك برطانيه اړيكو او د شريكې خوښی په چارو د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina