بيجنګ 02 نومبر (اے پي پي) پاکستان او د چين قيادت د پاك چين اقتصادي راهدارۍ (سي پېك) او د پاک چين دوستۍ په ضد د هر ډول خطرو او عزائمو ناكامه كولو ٬ د زراعت٬ درنګونو٬ آئي ټي ، سماجي او اقتصادي پرمختګ په اړه مرسته ، صحت، صنعت، ډيجيټل او ګرين کوريډورز جوړولو پشمول د دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو لپاره په ګډه د كار كولو عزم څرګند كړے ٬٬ پاکستان په هېواد كښې د چين د ټولې عملې ٬ منصوبې او ادارو حفاظت او تحفظ لپاره د خپل عزم پخلے كړے۔ د شورو په ورځ د عوامي جمهوريه چين او د اسلامي جمهوريه پاكستان ترمېنځه د ګډې اعلاميه كښې وئيلي شوي وزيراعظم محمد شهباز شريف د نومبر د وړومبې نيټئ نه تر 2مې نيټې د چين دوره كړې٬ وزيراعظم شهباز شريف د چوكۍ سنبهالولو نه پس دا د چين وړومبۍ دوه اړخيزه دوره وه۔ د دورې په مهال وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين صدر شي جن پنګ سره ملاقات كړے ٬ وزيراعظم د سټيټ کونسل وزيراعظم لي کي کيانګ سره خبرې اترې كړې او د نېشنل پيپلز کانګريس د سټېنډنګ كمېټۍ چيئرمېن لي ژان شو سره ئې هم ملاقات كړے ۔ وزيراعظم د چين د کميونسټ پارټي د مرکزي کميټۍ عمومي سېكتر په توګه په دوېم ځل په انتخاب صدر شي جن پنګ له مباركي وركړې او د ھغه قيادت ، زيركتيا ، وژن او اولس لپاره د پرمختګ فلسفې او د پاکستان او چين اړيكو پرله پسې قوي كولو لپاره ې د هغه د خدمات ستائنه كړې٬ وزيراعظم د پاکستان دورې لپاره د صدر شي جن پنګ هركلے كړے څوك چې به ډېر زر د پاكستان دوره كوي٬ دغسې دواړو مشرانو د دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو له د عزم پخلے كړے۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين د کميونسټ پارټۍ نېشنل کانګرېس شلمې غونډې كاميابۍ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كړې٬ ده د چين پرمختګ، خوشحالۍ او د قامي يووالي ودې لپاره د كميونسټ پارټۍ د مرکزي کردار او د قيادت ستائنه هم كړې ٬ ده په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې د چين په كاميابو او د کميونسټ پارټۍ په مشرۍ كښې په نړيوال سياست كښې اصلاح او د ګورننس فلسفې لپاره كردار هم ستائلے دے۔ دغسې د چين مشرانو د پاكستان او چين دوستۍ لپاره د وزيراعظم شهباز شريف د پوخ عزم ستائنه كړې ۔
پاکستان او د چين قيادت دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو لپاره په ګډه كار كولو له عزم څرګند كړے۔ شريكه اعلاميه
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں