اسلام آباد 25اپرېل(اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير سېنېټر محمد اورنګزېب وئېلي دي اصلاحات څخه به كاروباري باور كښې ښه والے راشي٬حكومت كاروبار لپاره سازګار ماحول وركولو له عزم لري۔ده دا خبره د زيارت په ورځ د اے پي اېم ټرمينلز سي اي او كيته سوينډسن سره د ملاقات په مهال وكړه ۔سفير جيكب لنلف سيكرټري ميري ټائم افيئرز٬د اے پي اېم استازې او د اېف بي آر او فنانس ډويژن سينئر افسران هم په دې موقع موجود وو۔د خزانې وزير د ډنمارك حكومت لخوا په خاص توګه كال 2022 سېلاب څخه ځپليو لپاره ګرانټ او د جنيوا كنفرنس په مهال د 3.8 ملين ډالرو ګرانټ په لوظونو منن وكړه۔ده د دواړو هېوادونو ترمينځه اقتصادي اړيكو كښې لا اضافې لپاره د اقدامات په ضرورت هم زور راوړو۔ده پلاوي د اصلاحات لپاره د حكومتي ايجنډې څخه خبر كړو او دا هيله ئې څرګنده كړه چې دې څخه به كاروباري اعتماد كښې ښه والے راشي او هېواد كښې به سرمايه كار راغب كولو له مرسته ترلاسه شي۔كيته سوينډسن د اے پي اېم ټرمينلز او د پاكستان حكومت ترمينځه پاكستان كښې د روانو او سباؤن په پروژو په خبرو كولو د خوشحالۍ څرګندونه وكړه۔ده ووئيل كمپني د پاكستان د ماركيټ صلاحيتونو نه خبر ده او د هېواد تجارت ودې لپاره د خپلې سرمايه كارۍ او آپرېشنز زياتولو عزم لرو۔د خزانې وزير په دې لړ كښې پلاوي له د مرستې باور وركړو۔دغسې ډلو اقتصادي اړيكو ته لا ودې وركولو لپاره د سركاري او نجي څانګو ترمينځه د پرله پسې خبرو اترو او د مرستې اهميت ته هم اتفاق وكړو۔
حكومت كاروبار لپاره سازګار ماحول وركولو له عزم لري٬ اصلاحات څخه به كاروباري اعتماد كښې ښه والے راشي۔د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزېب د اے پي اېم ټرمينلز سي اي او كيته سوينډسن سره ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada