اسلام آباد 20 جولائي (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي معيشت ښه والي پلو روان دے، اګست كښې به سياسي او معاشي حالات هم معمول له راشي، د تېر حکومت د اړخه د آئي اېم اېف سره د لوظنامې خلاف ورزۍ په وجه هېواد كښې معاشي مشکلات راغلي،د پاکستان آئي اېم اېف سره لوظنامه شوې ،اوس كوم رکاوټ نشته، د ډالر په قدر كښې اضافه د 2 ورځو سياسي صورتحال سره شوې، دا كوم معاشي وجوهات نه لري،هېواد كښې د 60 ورځو ډيزل شته،يو دوست هېواد به 1.2 ارب ډالره آئل فنانسنګ کوي،روان مالي كال كښې 8 اربه ډالره بيلو ادارو او دوست هېوادونو څخه به ترلاسه شي۔ د دې خيالاتو څركندونه ده د شورو په ورځ خبري کنفرنس ته په و??نا كښې وكړه۔ده و??ئيل داسې كوم اقدام نه كوو چې ورسره رکاوټ وي بلكه آئي اېم اېف سره لوظنامې نه پس به د ورلډ بينك څخه هم رقم راشي، درآمدات زياتيدو سره په آخري 6 مياشتو كښې په روپۍ فشار زيات شوے، ده و??ئ??ل د تيرو درېو مياشتو راهسې هڅه كوو چې درآمدات کم شي،تير كال د 80 اربه درآمدات راغلي ۔ده و??ئيل درآمدات زياتيدو په وجه مسئلې زياتي شوي او په ځينې څيزونو بنديز څخه ګټه شوې، ده و??ئېل مونږ امپورټډ ګاړي نه اخلو،تيره مياشت 7.4 مليونه ډالره درآمدات شوې، د رواني مياشت په مهال د 6 بليونه ډالره درآمدات شوي۔د خزاني وزير ووئيل هېواد كښې د 60 ورځو ډيزل شته او امپورټ د ايکسپورټ او ترسيلات زر برابرولو هڅه كوو۔ده و??ئيل يو دوست هېواد د 1.2 بليونه ډالره آئل فنانسنګ کوي دغسې پاتې هېوادونو څخه به هم پاکستان ته 8 بليونه ډالره ترلاسه شي۔ده و??ئيل ګورنر سټيټ بينک به ډير زر ولګولے شي۔ ده و??ئيل عمران خان كه نه ؤ اخوا كړے شوے نو هېواد به ديواليه شوے ؤ ۔ده واضحه كړه چې آئي اېم اېف سره د ګاز په بيعه وړاندې څخه كوم شرط نشته البته د برېښنا بيعې زياتولو شرط شته،د برېښنا په بيعه كښې 7 روپۍ 91 پيسې د اضافې كولو تجويز ؤ۔ده و??ئيل حکومت په وړو صارفين بوجھ نه اچوي او 60 فيصده كورونو صارفينو لپاره د برېښنا بيعه هم نه زياتوي خو د قانون له مخې د ګاز په ټيرف د نظرثاني پابند يو۔د دوست هېوادونو په اړه ده و??ئيل يو هېواد په موخر ادائيګۍ د 1.2 ارب ډالر تيل راكوي،بل هېواد به په اسټاك ايکسچينج كښې د يو نه تر دوه اربه ډالره سرمايه كاري كوي،دغسې بل دوست هېواد 2 اربه ډالره ډيپازټس كوي او بل هېواد به د 2.4 اربه ډالره په پور ګاز راكوي۔ده و??ئيل بل دوست څخه د 2 اربه ډالره مساوي اېس ډي آرز ترلاسه كېږي دغسې په مجموعي توګه روان مالي كال كښې به 8 اربه ډالره ترلاسه شي۔د خزاني وزير ادعا اوكړه چې زمونږ فنډنګ به ضروريات پوره كړي۔
معيشت ښه والي پلو روان دے، اګست كښې به سياسي او معاشي حالات هم د معمول له مخې شي، دوست هېوادونو څخه به 8 بليونه ډالره تر لاسه شي۔ د خزاني وفاقي وزير مفتاح اسماعيل خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : اولمپس کا عروج