اسلام آباد 08 فروری (اے پی پی) د اطلاعات،خپرونو او قامی ورثې دوهمې وزيرې مریم اورنګزیب وئيلي دي پاکستان د هند د مخالفانه او غېر ذمه واره رويې باوجود د سندھ طاس لوظنامې په معامله د ذمه وار رياست څرګندونه كوي٬ پاکستان ګڼِي چې دا د دوه هېوادونو د اولس مسئله ده٬ وزیراعظم محمد نواز شریف د سوله ايز ګاٶنډيتوب وژن له مخې هند ته د مذاكراتو بلنه وركړې ده ولې چې دا معامله د دوه هېوادونو د اولس ده ٬ هندي دولت بايد په دې مهمه معامله سياست كولو څخه ډډا وكړي٬ وزیراعظم محمد نوازشریف په روغه جوړه او مشاورت باور لري٬ د دې پاليسۍ له مخې به د ټولو سياسي ګوندونو په مشاورت دا معامله هواروٶ۔ دې د شورو په ورځ ځائي هوټل كښې پاکستان كښې د اوبو تحفظ چیلنج په اړه مشاورتی ورکشاپ ته خطاب کولو۔ دې ووئيل د پاكستان حکومت د سندھ طاس لوظنامې په اړه پېښو چیلنجونو مخنيوي له تګلاره جوړوي۔ دې ووئيل هند په دې معامله د غلط فهمۍ ښكار دے ، د دې لوظنامې په خلاف ورزۍ به هند ته پخپله زيان وشي۔ دې ووئيل د دې معاملې حل له پاکستان هر ډول صلاحیت لري ، بايد هند پھ دې مهمه معامله د سیاست کولو په ځائي د خبرو اترو برخه وګرځي۔ دې ووئيل د اوبو د تحفظ په اړه به پارلمان له كردار ترسره كول وي۔ دې ووئيل 17 كاله پس اوسني حکومت د سړي سر شمېرې پرېكړه كړې چې مقصد ئې هېواد كښې د آبادۍ تعین كول او پېښو چيلنجونو مخنيوي له تګلاره جوړول دي۔ دې ووئيل وزیراعظم محمد نوازشریف په مفاهمت او مشاورت باور لري ٬ د دغې مفاهمتی پالیسۍ ترمخه به د ټولو سیاسی ګوندونو مشاورت سره دا معامله حل کولې شي۔ دې ووئيل نواز شریف د امناكه ګاونډيتوب ویژن ترمخه هند له د خبرو اترو بلنه وركړې ځكه چې دا معامله د دواړه هېوادونو د اولس ده۔
پاکستان د هند د مخالفانه او غېر ذمه وارې رويې سره هم د سندھ طاس لوظنامې په معامله د ذمه وار رياست څرګندونه كوي
مضمون کا ماخذ : گرم گرم