اسلام آباد 20 دسمبر (اے پي پي) د وزیراعظم د قامي تار??خ او ادبي ورثې سلاحكار عرفان صدیقي وئيلي دې حکومت د صحافت په آزادۍ باور لري٬ د آزادۍ څرګندونې بوټې د ذمه وارۍ اوبو او هوا سره وده كوي٬ معياري صحافت له ضروري دي چې خبريال كتاب سره تعلق قوي كړي٬ علم او ادب سره خپلولي د اردو صحافت روايت دے كومه چې ژوندې ساتل پكار ده ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ نېشنل پرېس كلب اسلام آباد كښې د نوي جوړ شوي كتابتون پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ عرفان صدیقي ووئيل د خبريال كتاب سره مستقل رابطه او تعلق وي او په دې ھغه پېژندې شي٬ د کتاب نه لرې والې د ښائسته او پوستوالي څخه د لرې كېدو سوب جوړېږي۔ ده ووئيل اطلاعات، روانې چارې ، رائج عصري علوم، تاریخ او جغرافیې سره آشنائي د خبريال اصل س??ما??ه وي٬ كه کتاب سره رشته ونه ساتلې شي نو د خبرو طريقه او اسلوب هر څه بدلېږي او د بل رائے نه اورېدل او په نورو تورونه لګول عام شي كومه چې د خپل نوعيت يوه انتها پسندي ده۔ ده ووئيل په پرېس كلب كښې به د نېشنل بك فاٶنډېشن رېډرز كلب كاٶنټر جوړوو او خبريالان به په ترجيحي بنيادونو غړي جوړو دغسې چې ھغوې په 50 فيصده رعايتي بيعه كتابونه ترلاسه كړي۔ده ووئيل د نېشنل بك فاٶنډېشن مطبوعه د ټولو نوو كتابونو دوه نسخې به هم پرېس كلب ته وركولې شي ۔ عرفان صدیقي هيله ولرله چې د پرېس كلب خبريالان به كتابتون څخه استفاده وكړي۔ عرفان صديقي د كلب مستقل ودانۍ جوړولو له د مرستې هم باور وركړو ۔ په دې موقع د پرېس كلب صدر شکیل انجم د عرفان صديقي مننه وكړه
حکومت د صحافت په آزادۍ باور لري
مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں