اسلام آباد ۔ 30 مارچ (اے پی پی) د كونيو چارو وفاقې وزير چوھدری نثار علی خان په مشرۍ كښې د نړيوالو غېر سركاري تنظيمونو رجسټرېشن پالېسۍ فرېم ورك ترمخه 70 ادارو ته د كار كولو اجازه وركړې شوې ده ۔ د زيارت په ورځ د داخله وزير چوهدري نثار علي خان په مشرۍ كښې د اعلی كچې يوه غونډه وشوه چې په كښې داخله سېكتر ٬ اېډوكېټ جنرل ٬ د نادرا چيئرمېن ٬ د اسلام آباد چيف كمشنر او د داخله وزارت ٬ اېف آئي اے او د پوليس اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ غونډه كښې داخله وزير د داخله وزارت د كار ستائنه كولو سره د غېر سركاري ادارو ځنډ سره مخ خواستونه په تندۍ سره د تر سره كولو امر وكړو۔ ده د نادرا په تكنيكي مرسته نړيوالو غېر سركاري ادارو له د ن??ؤ سهولت وركونكوځايونو د جوړولو امر هم وكړو۔ ده ووئيل غېر ملکی سرکاری ادارو ته به د سلامتيا او قامې ګټې په ضد د كار اجازه ورنه كړې شي۔ غېر ملكيانو او په خاص توګه پاكستانو وګړو سره واده كوؤنكو غېر ملكيانو ته د پاكستان او د ريجن ??ارډ اجراﺀ په اړه داخله وزير نادرا ته سپارښتنه وكړه چې پاكستانو وګړو يا مېرمنو ته دې پاكستان كښې د پاتې كېدو اساني وركوونكي نوي كارډ باندې كار وكړے شي۔ داخله وزير په دې مهال نادرا او پاكستان پوسټ آفس ترمينځه د مرستې هم منظوري وركړه چې ترمخه به ئې پوسټ آفسزز ښه كولې شي
د نړيوالو غېر سركاري تنظيمونو رجسټرېشن پالېسۍ فرېم ورك ترمخه 70 ادارو له د كار كولو اجازه وركړې شوه
مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس