اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) د خزاني او محصولاتو وفاقي وزير سنېټر محمد اسحاق ډار سياسي مقصدونو لپاره د هېواد معيشت په اړه بې بنسټه او غير ذمه واره بيانونو او ډنډورو په سختۍ سره ترديد كولو سره وئيلي چې پاکستان خپل نړيوالو ادائيګيو كښې چري هم ډيفالټ شوې نه دې، پاکستان به خپلي ټولي ادائيګۍ په وخت كوي او په دې كښې به هيڅ ډول تاخير نه شي كولې،حکومت راروان يو كال لپاره ټولو نړيوالو ادائيګيو انتظام کړې دې،د هېواد ضرورت او طلب له مخې د پيټرولئيم مصنوعات پانګي شته او د څه ډول خفګان حاجت نشته ، حسابات جاريه کھاتو خسارہ د هدف څخه كم پاتې كيدو توقع ده۔د خالي په ورځ خپل يو ويډيو پيغام كښې د خزاني وزير ووئيل تيرو څو ورځو راهسې سياسي مقصدونو او عزائم لپاره د هېواد د معيشت په اړه بې بنسټه او غير ذمه وار انداز كښې ډنډوري كېږي،دا ډنډوري چې كله په سوشل ميډيا او بيلو ذريعو خپريږي نو دې سره نه يواځي هېواد كشې دننه بلكه بهر هېوادونو كښې هم د پاکستان په معيشت،معاشي ګټو او اړيكو هم اثرات مرتب كېږي دغسې دې سره سره زمونږ دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه شراکت دارو سره چاري او په لين دين هم اثرات مرتب كېږي او هغوي دا معلومات ترلاسه كوي چې د هغوي خپل وګړي دا خبري ولي كوي۔د خزاني وزير ووئيل ډنډوري كېږي چې پاکستان به دسمبر كښې يو ارب ډالر ساورن بانډ(سکوك) ادائيګي ونه كړې شي ،دا بې بنسټه او د حقائق په ضد خبره ده، پاکستان خپل نړيوالو ادائيګيو كښې چرې هم ډيفالټ شوې نه دې او نه به د دې نزدې لاړ شي،زه په سختۍ سره دا ډنډوري رد كوم،پاکستان به خپلي ټولي ادائيګۍ په وخت كوي او په دې كښې به كوم تاخير نه كوي،حکومت راروان يو كال لپاره د ټولو نړيوالو ادائيګيو انتظام کړې دې او په دې اړه اقدامات شوې دي دې لپاره كوم خفګان ته حاجت نشته۔
پاکستان خپلو نړيوالو ادائيګيو كښې چري هم ډيفالټ شوې نه دې ، پاکستان به خپلي ټولي ادائيګۍ په وخت كوي۔ د خزاني وزير اسحاق ډار ويډيو پيغام
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی گائیڈ