اسلام آباد ۔ 6 ستمبر (اے پی پی) داخله وزير احسن اقبال وئيلي چې د يو قام په حېث د ستمبر 6مه نېټه د دښمن د بزدله بريد او ناپاك عزم د مينځھ وړولو ياد راكوي۔ د هېواد د??من??ن دلته د ناامنۍ خپرولو هڅې كوي۔ راځۍ چې لوظ وكړو چې مونږ د د??من??نو منصوبې ناكامه كړو او يو موټې كېدو سره د پاكستان ?? نړۍ د معيشت په اولني صف كښې ودرولو له خپل كردار ترسره كړو۔ د دفاع ورځې په مهال خپل پېغام كښې داخله وزير ووئيل ننۍ ورځ خپلو داخلي او خارجي د??من??نو ته د ددې باور وركولو ورځ ده چې پاكستانې قام كوم هم دښمن ته سم ځواب وركولې شي۔ ده ووئيل پاكستان ?? پرمختګ په لاره روان ??وے او كه لوئے څښتن ته منظور وي نو څو كلونو كښې به د اقتصادي قوت په توګه نړۍ ته وځلېږي۔ ده ووئيل د سي پېك منصوبو بشپړ كېدو سره به نه يواځې بېروزګاري او بې وسي ختمه شي بلكې د پاكستان ??مېره به د نړۍ پ?? مضبوطو اقتصادي قوتونو كښې وشي۔ ده ووئيل په نړيواله كچه مونږ ي?? شمېر چېلنجونو سره مخ يو مونږ له به د پاكستان ?? امن خوښي هېواد په حېث تصور رامخې ته كول وي۔ پاكستان ?? تېرې يوې لسيزې څخه د ترهګر او ددې محركاتو په جنګ كښې بوخت دے۔ ده ووئيل زمونږ پوځ او د امنيت ادارو ځانګړې قربانۍ وركړې دي او د ترهګرو نوغې ئې ويستلې دې او هېو??د كښې ئې امن په ځائې كړې۔ ده ووئيل راځۍ چې نن مونږ په ګډه دې شهيدانو او غازيانو ته د عقيدت پېرزونې وړاندې كړو چا چې د خپلو ځانونو قرباني وركولو سره د پاكې خاورې دفاع وكړه۔ مونږ په خپلو شهيدانو وياړ لرو۔ ده ووئيل مونږ له به د پاكې خاورې د پولو ساتنې او ددې د خپلواكۍ په ځائې ساتلو عزم كول وي او ددې لوظ به پخلې كول وي چې د ګران هېواد ساتنې له به د كومې قربانۍ څخه سرغړونه نه كوؤ
د يو قام په حېث د ستمبر 6مه نېټه د دښمن د بزدله بريد او ناپاك عزم د مينځھ وړولو ياد راكوي۔داخله وزير احسن اقبال
مضمون کا ماخذ : میگا مولا۔