اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) نوي ټاكلي شوي وزيراعظم محمد شهبازشريف د خپلې چوكۍ سوګند پورته كړو٬ صدر ډاکټر عارف علوي شهباز شريف څخه سوګند واغست۔ د سوګند پورته كولو دستوره په ايوان صدر كښې وشوه ۔ په دستوره كښې موده ترسره كونكي نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ، د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني، د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار ايازصادق، د پنجاب ګورنر انجینئر بلیغ الرحمان ،د بلوچستان ګورنر عبدالولی خان کاکړ ،د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجی غلام علي، د سندھ ګورنر کامران ټیسوري، د پنجاب وزیراعلیٰ مریم نوازشریف، د سندھ وزیراعلیٰ مراد علی شاہ او د بلوچستان وزیراعلیٰ سرفراز احمد بګټي ، د جوائنټ چیفس آف سټاف کمیټی چيئرمېن جنرل ساحر شمشاد ، آرمي چیف جنرل سید عاصم منیر ، د پاک بحریه مشر ایډمرل نوید اشرف، د پاك فضائيه مشر ائیر چیف مارشل ظهیر احمد بابر سدھو د قامي اسمبلۍ نوې ټاكلو شوو غړو٬غېر ملكي سفارتكارو ګډون وكړو۔ په دې موقع د پاکستان مسلم لیګ (ن) قائد محمد نوازشریف ، د پاکستان پیپلزپارټي شریک چیئرمین آصف علی زرداري ،د پي پي پي چیئرمین بلاول بھټو زرداري ، حمزہ شهباز ، علیم خان ، راجه ظفر الحق ، احسن اقبال ، خواجه محمد آصف، مرتضی جاوید عباسي ، فاروق ستار پشمول نور سیاسی لارښود هم موجود وو۔د يادونې ور ده شهباز شريف څخه وړاندې يو ځل د وزيراعظم په چوكۍ او درې ځله د پنجاب اعلٰی وزير په چوكو پاتې شوے٬ په وړومبي ځل د 11 اپرېل كال 2022 څخه تر 14 اګست 2023 د وزيراعظم په چوكۍ پاتې شو ۔ درې ځله د پنجاب اعلٰی وزير پاتې شو ۔هغه د كال 1988 نه تر 1990 د پنجاب اسمبلۍ او د كال 1990 نه تر 1993 د قامي اسمبلۍ غړے ٬د كال 1993 نه تر 1996 پنجاب اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر هم پاتې شوے۔ دغسې په كال 1997 كښې هغه د پنجاب وزيراعلٰی جوړ شو او تر 1999 په دې چوكۍ پاتې شوے۔ دغسې په كال 2008 كښې په څلورم ځل د بنجاب اسمبلۍ د مقابلې نه غېر غړے وټاكلے شو او تر كال 2013 د پنجاب اعلٰی وزير پاتې شو۔ د كال په 2013 ټول ټاكنو كښې بيا د صوبائي اسمبلۍ په 3 او د يو قامي اسمبلۍ په چوكۍ كامياب شو او دغې نه پس په درېم ځل د پنجاب اعلٰی وزير وټاكلے شو
محمد شهباز شريف د وزيراعظم د چوكۍ سوګند پورته كړو٬ صدر ډاکټر عارف علوي د شهباز شريف څخه سوګند واغست
مضمون کا ماخذ : raspadinha caixa