اسلام آباد ۔ 27 جون (اے پی پی) داخله وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي د امنيت وضعه ښه شوې۔ په ترهه ګرو زمكه تنګھ شوې۔ قام مايوسۍ سره مخ كولو له ترهه ګرۍ اوس اسان هدفونه په نښه كوي۔ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ زمونږ د كاميابو نړۍ كښې مثال وركولے شي۔ سندھ پوليس كښې د بهرتۍ عمل كښې به آرمي مرسته كوي۔ د ترهه ګرو د مالي مرستې به مخه نيولې شي۔ كرائم ډېټا به ډيجيټلائز او د آبادۍ به ډاكومنټېشن كولې شي۔ د ګل په ورځ پنجاب هاؤس كښې خبري كنفرنس ته خطاب كښې داخله وزير ووئيل هېواد كښې د امن صورتحال ښه شوے له دې كبله امن مشنز كښې د پوليس افسرانو په لېږلو بندېز ختمولے شي۔ ملګري ملتونه هم په دې اړه خبرولې شي۔ ده ووئيل تېره ورځ كراچۍ كښې شوې غونډه كښې په دې خبره سلا راغله چې د پاك پوځ او امنيتي ادارو او ايجنسيو زړه پورې هڅو په نتيجه كښې په دوه دوه نيم كاله كښې د امن وضعه ښه شوې۔ ولې زمونږ هڅې له پايې ته رسېدلې نه دي۔ ټوله نړۍ پاكستان كښې د امنيت صورتحال كښې د ښه والي اعتراف كوي۔ د ملګرو ملتونو راپور كښې 2015ﺀ كښې ترهه ګرۍ كښې د 45 فيصد كمي وئيلي شوي۔ په مرګونو او شهادتونو كښې 39 فيصد او ژوبله كښې 53 فیصد کمې شوې۔ كراچۍ كښې بھته خورۍ ٬ ترهه ګرۍ ٬ هدفي وژنو او تاوان لپاره د تښتولو په پېښو كښې ښكاره كمې شوې۔ ده ووئيل مونږ له به حالات لا ښه كول وي۔
۔ قام مايوسۍ سره مخ كولو له ترهه ګرۍ اوس اسان هدفونه په نښه كوي۔ چوهدري نثار علي خان خبري كنفرنس ته خطاب
مضمون کا ماخذ : الوہا کلسٹر ادائیگی کرتا ہے۔