اسلام آباد 05 جولائي (اے پي پي) د سمندر پورې پاكستانيانو وفاقي وزير ساجد حسين طوري وئيلي دي د خواري كښو او سمندر پورې پاكستانيانو به هر ډول خيال ساتلے شي۔او پي اېف ويلي فيز فائيو اسلام آباد ډويلپمنټ او مسئلو په اړه د نهې په ورځ ده د کيپيټل ډويلپمنټ اتھارټي (سي ډي اے) او اسلام آباد اليکټرك سپلائي کمپني (آئيسکو) سينئر چارواكو د شريكې غونډي مشري وكړه چې پكښې مينجنګ ډائريکټر او پي ايف، د اونرز ايسوسي ايشن غړو او د نورو اړوندو محکمو چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د پرمختيائي كارونو ، برېښنا او اوبو وركولو او د ډويلپمنټ کارونو تفصيلي جاج واخستلے شو۔وفاقي وزير ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو لپاره هاؤسنګ سکيم شهيدي بنظير بھټو پيل كړے ؤ په كوم چې د هغې نه پس حکومتونو په صحيح ډول كار نه دے كړے دغسې 2008 كښې د هغه وخت صدر آصف علي زرداري په مشرۍ كښې د پيپلز پارټۍ حکومت بيا پرمختيائي كار پيل كړو۔ده د دې خبرې پخلے وكړو چې چيئرمېن بلاول بھټو زرداري په لارښوونه كښې به د شهيدي بينظير بھټو خوب له تعبير وركولې شي۔
د خواري كښو او سمندر پورې پاكستانيانو به هر ډول خيال ساتلے شي۔ساجد حسين طوري
مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک