اسلام آباد ۔ 21 جنوری (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار سره پاكستان كښې د امريكا سفير ډېوډ هېل د خ??لي په ورځ د خزانې وزارت كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو او په خاص توګه په تجارتي او اقتصادي اړيكو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وفاقي وزير د امريكا نوي اولس مشر لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره ووئيل د پاكستان حكومت په دوه اړخيزه ستراتيجك او معیشت اډانه مرسته لا زياتولو ل?? د امريكا نوې انتظاميې سره په ګډه كار كولو ته سترګې په لار دے۔ امريكائي سفير ډېوډ هېل ووئيل امريكا پاكستان سره خپلو پخوانو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او پاكستان خپل يو مهم شراكت دار ګڼي۔ وفاقي وزير ووئيل دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ كښې زياتو??لي كولو ل?? بلها صلاحيتونه او مو??عې موجود دي۔ ده امريكائي سف??ر ته ووئيل چې پاكستان كښې د سرمايه كارۍ مو??عو څخه ګټه پورته كولو ل?? په امريكائي سرمايه كارو زور راوړي۔ ملاقات كښې د خزانې وزارت مشران چارواكي هم موجود وو۔
سناتور اسحاق ډار سره د امريكا سفير ډېوډ هېل ملاقات٬ د شريكې خوښې په چارو او په خاص توګه په تجارتي او اقتصادي اړيكو د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : راکی