اسلام آباد 18 اپریل (اے پی پی) د اوبو او برېښنا دوهم وزير عابد شیر علی وئيلي دي په ګډو پاور پلان?? د ??از پرېشر کميدو په سوب 750 میګاواټ برېښنا كمه ده دغسې په نندی پور ، بکھی پاور پلانټ د كار په وجه 22 سوه میګاواټ برېښنا سسټم څخه آوټ ده ٬ په يو دوو ورځو كښې به مسئله حل شي۔ ما??چ 2018ء كښې به لوډ شنګ په بشپړه توګه ختم شي۔ د عملياتو د لارې ھېواد كښې 90 فیصده ترهه ګري كمه شوي۔ د نهې په ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل په څلورو پاور پلانټس كار روان دے چې له امله ئې 22 سوه ميګاواټ برېښتا آوټ ده۔ نندی پور پاور پلانټ د فرنس آئل څخه په ګاز منتقل کړې كېږي چې په نتيجه كښې ئې 525 ميګاواټه برېښنا سسټم څخه آوټ ده دغسې ګډو پاور پلانټ د سوئی ګاز پرېشر کميدو په وجه 750 ميګاواټ برېښنا كمه پيدا كېږي۔ دوهم وزير ووئيل بکھی پاور پلانټ به ??ه دسمبر 2017ء كښې بشپړ شي او هم په هغه ورځ به كار پيل كړي ، په ځينې پاور پلانټ د مرمت كار روان دے چې له امله ئې پيداوار كم شوے۔ ده ووئيل په تاريخ كښې په وړمبي ځل په اپريل مياشت كښې دومره ګرمي ريكارډ شوې۔ ده ووئيل پاور پلانټ چليدو سره به په يو دوه ورځو كښې لوډشيډنګ د معمول تر مخه شي۔دوهم وزير ووئېل سندھ كښې تر ټولو زياته د برېښنا غلا كېږي۔ د څلور زره كسانو په ضد مقدمې درج كړې شوي، بايد د سندھ اولس مرسته وكړي۔ ده ووئيل ما??چ 2018 كښې به د برېښڼا لوډشيډنګ بشپړ ختم شي۔ د مردان پوهنتون پېښې په اړه ده ووئيل بايد دې كښې ككړ كسانو له سزا وركړې شي دغسې چې سباؤن كښې څوك دا ډول كار ونه كړي
د ګاز پرېشر كمې په سوب 22 سوه میګاواټ برېښنا د سسټم څخه آؤټ ده، پھ دوه ورځو كښې به مسئله حل شي
مضمون کا ماخذ : ایشیا ڈریگن