اسلام آباد۔30اګست(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان چيف س??كر??ريز ته سپارښتنه كړې چې هغوي د بنيادي ضرورت څيزونو بيعې مستحكمولو او د منډۍ او پرچون بيعه كښې غېر منطقي فرق ختمولو لپاره دې انتظامي ګامونه پورته كول باوري كړي۔ په راتلونكي وخت كښې د چينو او غنمو ضرورت ته پام لرنه كولو سر?? دې بشپړه ??نصوبه بندي او په وخت اقدامات يقيني كړے شي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښی د بنيادي ضرورت څيزونو طلب او رسد او د بيعو په اړه د جاج اغستو غونډه وشوه۔ په غونډه کښې د خزانې وزیر شوکت ترین ، د صنعت او پېداوار وزیر مخدوم خسرو بختیار ، د منصوبه بندۍ وزیر اسد عمر ، د خوراک وزیر سید فخر امام ، د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد ، د اطلاعات او خپ??ون?? وزیر مملكت فرخ حبیب ، خصوصي مرستيالو ډاکټر شهباز ګل ٬ ډاكټر ثانیه نشتر ٬ جمشید اقبال چیمه او د اړوندو وزارتونو سېکترانو ګډون كولو۔ صوبائي چيف سېكرتريز او اعلی چارواكو هم غونډه كښې د وېډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔ وزيراعظم ته ګرد هېواد كښې د عامو وګړو په استعمال كښې د راتلونكو څيزونو د بيعو تقابلي جائزه او په خاص توګه د منډۍ او د پرچون بيعو تقابلي جائزه وړاندې كړې شوه۔ هېواد كښې د چينو او غنمو موجوده ذخيرې او د سباؤن حاجتونو ترسره كولو په لړ كښې د پورته كېدونكو ګامونو په اړه ??م بشپړ بريفنګ وركړے شو۔ د پنجاب چيف س??كر??ري خپله صوبه كښی د بيعې په حقله په پورته كړو انتظامي ګامونو رڼا واچوله۔ وزيراعظم ته ووئيل شول د خوراكې تېلو بيعه ټيټولو لپاره اړوندو سر?? چارې حتمي پړاؤ ته رسېدلي ٬ د دې په نتيجه كښې هيله ده چې د خوراك تېلو بيعه كښې د لس نه تر پنځلس روپو د كلو په سر كمې راشي۔ په دې مهال غونډې ته خطاب كښې وزيراعظم ووئيل د بنيادي ضرورت څيزونو اغېز په عام وګړي كېږي۔ هغه ووئيل د عام وګړي تحفظ د اوسني حكومت تر ټولو وړومبنۍ ترجيح ده۔ وزیراعظم عمران خان چيف س??كر??ريز ته امر وكړو چې هغوي دې د بنيادي ضرورت څيزونو بيعه مستحكمولو او د منډۍ او پرچون بيعو كښې د غېر منطقي فرق ختمولو له انتظامي ګامونه پورته كول باوري كړي۔ وزيراعظم ووئيل يوازې د انتظامي چارواكو په ضد كارروائي ناكافي ده٬ د انتظامي ګامونو نتيجې بايد رامخې ته شي دغسې چې اولس ته آسانۍ ترلاسه شي۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې په راتلونكي وخت كښې د چينو او غنمو ضرورت ته پام لرنې سر?? بشپړه ??نصوبه بندي او د اقداماتو په وخت پورته كول يقيني كړئ
د بنيادي ضرورت څيزونو بيعې مستحكمولو او د منډۍ او پرچون په بيعه كښې غېر منطقي فرق ختمولو لپاره دې ګامونه پورته كول باوري كړے شي۔ د وزيراعظم عمران خان چيف سېكرتريز ته سپارښتنه
مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل