اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي)د وزيراعظم د ګلګت بلتستان چارو خاص مرستيال قمر زمان كائره وئېلي دي پيپلز پارټي د حكومت ملګرتيا كړې او د سختو پريكړو كولو لپاره حكومت سره ولاړ ده۔د ګل په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې قمر زمان كائره ووئيل حكومت له به د هېواد پراخا ګټې له سختې پريكړې كول وي۔د وخت څخه وړاندې د ټاكنو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل ټاكنې په خپل ټاكلې شوي وخت كول پكار دي ځكه چې د الېكشن كمېشن آف پاكستان(اي سي پي)له مخې د سر شمېرې او اړوندو انتظاماتو بشپړېدو لپاره د شپږو نه تر اوو مياشتو موده لګېدې شي۔ده ووئيل د سپيځلو٬آزادو او منصفانه ټاكنو لپاره انتخابي اصلاحات د وخت مهم ضرورت دے۔
مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس