اسلام آباد01 دسمبر(اے پی پی)خارجه سېكرټري سهيل محمود وئېلي دي د مسلمانانو د اجتماعي غږ په توګه بايد او آئي سي د افغانانو په سمدستي توګه انساني او اقتصادي حاجتونو تر سره كولو له مرسته وكړي۔د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه سېكرټري سهيل محمود د شورو په ورځ په اسلام آباد كښې د او آئي سي هيډ آف مشنز ته د افغانستان صورتحال په اړه د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل مجوزه غېر معمولي غونډې په حقله بريفنګ وركولو۔خارجه سېكرټري په دې خبره زور راوړو چې د او آئي سي قيادت او نور نړيوال ايكټرز راوړاندې شي او د افغانانو مرسته كولو كښې كردار ترسره كړي۔خارجه سېكرټري ووئيل په 29 نومبر سعودي عرب د او آئي سي سمټ مشر په حېثيت سره د افغانستان په صورتحال د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل غېر معمولي غونډې رابللو تجويز وركړے ۔پاكستان د دې اقدام هركلے كړے او په 17 دسمبر 2021 اسلام آباد كښې د خارجه وزيرانو كونسل كوربتوب له ئې وړاندېز كړے۔خارجه سېكرټري په دې خبره زور راوړو چې د دې غېر معمولي غونډې كولو مقصد په افغانستان كښې د خراب شوي بشري صورتحال قابو كول دي۔
بايد او آئي سي د افغانانو په سمدستي توګه انساني او اقتصادي حاجتونو تر سره كولو له مرسته وكړي۔خارجه سېكرټري
مضمون کا ماخذ : loterias da caixa