اسلام آباد 09 نومبر(اے پي پي)د فېډرل ريپبلك آف صوماليه سفير خديجه محمد المخزومی د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو سره د هغه په دفتر كښې ملاقات كړے۔د ملاقات په مهال دواړو مشرانو په پېشه وره او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ خديجه محمد المخزومی په پېشه وره مهارت او ايوي اېشن انډسټري كښې د خودانحصارۍ پلو په تللو د پاك فضائيه ستائنه وكړه۔ايئر چيف په دې مهال ووئيل د پاكستان او صوماليه ترمينځه مذهبي او كلتوري اقدار شريك دي۔د پاك فضائيه مشر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه ښې اړيكې قائم دي۔ده د دواړو فضائي ځواكونو او وروڼو هېوادونو ترمينځه شريكې مرستې ته د لا ودې وركولو عزم پخلے هم وكړو
مضمون کا ماخذ : نتیجہ میگا سینا