اسلام آباد 29 جنوري(اے پي پي) قامي اسمبلۍ ته ووئيل شول ايسيټ ريكوري ي??نټ په پنځم ستمبر كال 2018 كښې په غېر قانوني توګه بهر هېوادونو كښې د جوړو اثاثو رامخې ته لپاره جوړ كړے شوے ٶ٬ په ي??نټ كښې د اېف آئي اے، نېب، اېف بي آر، سټېټ بېنك او د نجي څانګې نمائندګان شامل دي۔ د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د شيزا فاطمه خواجه په پوښتنه احتساب لپاره د وزيراعظم صلاحكار شهزاد اكبر ووئيل د ي??نټ په طريقه كار پوهېدو ته اړتيا ده٬ د ي??نټ پحقله ټول تفصيلات اولس لپاره اوپن دي٬ ي??نټ يوازې د رابطه كارۍ كار كوي٬ په ي??نټ كښې كار كوٶنكو ?? نېب ٬ اېف آئي اے او سټېټ بېنك اهكلارو ته اضافي تنخا نه وركړے كېږي٬ د ماضي په مقابل كښې د ي??نټ خرڅونه ډېر كم دي۔ ده ووئيل په كال 19-2018 كښې د يونټس خرڅونه 2.6 مېليونه په كال 20-2019 كښې 19 مېليونه او په جاري كال كښې 5.8 مېليونه دي٬ ي??نټ خپله ريكوري نه كوي بلكې دا ??وازې معاونت كوي٬ د ي??نټ په معاونت نېب 290 اربه روپۍ٬ اېف آئي اے 6.1 او اېف آئي اے 6.2 اربه روپۍ ريكوري كړې۔ده ووئېل د بهرنيو اثاثو په مد كښې 37 اربه روپۍ ريكوري شوې ۔
ايسيټ ريكوري يونټ په غېر قانوني توګه بهر هېوادونو كښې د جوړو اثاثو رامخې ته لپاره جوړ شوے۔ شهزاد اكبر
مضمون کا ماخذ : پاور بال کی پیشن گوئی