اسلام آباد 19 اپريل (اے پي پي) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د پي اېس ډي پي منصوبو د جاج اخستو غونډه د نهې په ورځ وشوه۔په غونډه كښې د پلاننګ سيکرټري په هېواد كښې د روانو پي اېس ډي پي پرمختيائي پروژو پيشرفت په اړه بريفنګ وركړو۔ډپټي چيئرمېن پلاننګ کمېشن محمد جهانزيب خان او د وزارت سينير افسرانو په غونډه كښې ګډون وكړو۔وفاقي وزير ووئيل په وخت نه بشپړېدونكې پروژې دې زر تر زره بشپړې كړې شي، دغسې وفاقي وزير د وزارت افسرانو ته د نيم ګړو پاتې شوو پرژژو تفصيلات راجمع كولو سپارښتنه وكړه او د ورځې په بنياد به د پي اېس ډي پي منصوبو جاج وفاقي وزير پخپله اخلي
مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار