اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) الیکشن کمېشن د ټول هېواد څخه د قامی او صوبائی اسمبلیو د ټولو حلقه بنديو په اړه راغلي اعتراضات ترسره كړې دي، د حلقه بنديو حتمی فهرست به په 30 نومبر شائع کولې شي ٬ دې نه پس به د ټولټاكنو انتخابی شیډول جاري كړے شي۔ ای سی پی ذريعو له مخې ډیجیټل سر شميري له مخې د نوو حلقه بندو ابتدائی فهرست په 27 ستمبر جاری شوے ؤ ٬ دغې نه پس تر 27 اکتوبر په هغې اعتراضات عوښتلے شوې وؤ۔دغه اعتراضات ترسره كولو له الیکشن کمېشن 2 بنچز جوړ كړي چرته چې د د هرې ورځې په بتياد اعتراضات ترسره كېږي۔۔۔د كومو ضلعو په حلقه بندو چې اعتراضات ترسره شوي په هغې كښې اسلام آباد، شکار پور، جیکب آباد، کشمور، سیالکوټ، خضدار، راجن پور، کرم ، خیبر، ننکانه صاحب، اټک، جهلم ، کوهاټ، کورنګی، خوشاب، بهاولپور، سکھر، کوټ ادو، ټوبه ټیک سنګھ، سائوتھ کراچی، لوئر دیر، هنګو، اوکزئی، ملتان، جھنګ، مهمند، مانسهره، تورغر، بټګرام، عمر کوټ، کراچی ویسټ، سنټرل کراچۍ، کیماړی، ساؤتھ وزیرستان، نارتھ وزیرستان، باجوړ، لکی مروت ، شانګله، بونیر، ژوب ، شیرانی ، قلعه سیف الله، رحیم یارخان، نارووال ، پينډۍ ، مری، لیه ، تھرپارکر، بدین، شهدادکوټ، شهید بینظیر آباد، لاړکانه، فیصل آباد، جامشورو، صوابی، سرګودها، میانوالی، ټھټھه ، اپر دیر، کرک، مظفرګړھ، بھکر، خیرپور، اوکاړه، پاکپتن، بهاولنګر، تونسه، وهاړی، کوئټه، چمن، قلعه عبدالله ، چاغی، خاران ، واشك، حافظ آباد، ګوجرانواله ،قصور، ډی آئی خان، ټانك، پېښور ، ملیر، سانګھړ، سوات، هری پور، چکوال، تله ګنګ، پشین، زیارت، شیخوپوره، حیدرآباد، میرپور خاص،ګھوټکی،چارسده ، بنوں، چنیوټ، لاهور ، نوښار ، جعفرآباد، جھل مګسی، نصیرآباد، کچی، صحبت پور، اوسته محمد، ډی جی خان، ساهیوال، منډی بهاؤالدین، خانیوال، کیچ، ګجرات او ایبټ آباد شاملې دي۔ الیکشن کمېشن ته پنجاب كښې 672، سندھ كښې 228، خېبر پښتونخوا كښې 293، بلوچستان كښې 124 او اسلام آباد كښې د نوو حلقه بندو 7 اعتراضات ترلاسه شوي وؤ۔ الیکشن کمېشن د ټولټاكنو لپاره 8 فروری 2024 نيټه اعلان کړې ،تر 30 نومبر به د حلقه بنديو حتمی اشاعت نه پس د ټولټاكنو شیډول اعلان کړے شي۔
الیکشن کمېشن د قامی او صوبائی اسمبلیو په ټول حلقو ترلاسه شوي اعتراضات ترسره كړل
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا ٹکٹ کیسے خریدیں