پېښور 14نومبر (اے پی پی)د منصوبه بندۍ ، پرمختګ او اصلاحات وفاقی وزیر اسد عمر وئيلي دي چې د خېبر پښتونخوا حکومت 100,000 ځوانانو له د آئي ټي په څانګه كښې تربیه وركوي كوم به چې د آئي ټي صنعت ته ودې وركولو كښې مرستياله وګرځي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده دوه ورځنې ډیجیټل یوتھ سمټ اختتامی دستورې په موقع خبريالانو ته په خپله وينا كښې وكړه۔ وفاقی وزیر اسد عمر ووئيل د حکومت د اړخه معارفي كړې شوې سرمایه کار دوست پالیسو په وجه تيرو دوه كلونو كښې د آئي ټي په څانګه كښې برآمدات يوه په درې زيات شوې۔ده ووئيل انفرادی یوتھ کمیونټۍ كښې پاکستان د نړۍ 5م لوئ کمیونټي ده كومچې د آئي ټي په څانګه كښې د پاکستان د پرمختګ ښكاره اشاره ده۔ده ووئيل غیر ملکي سرمایه كارو اعتماد په هېواد لا مستحکم شوې او د آئي ټي په څانګه كښې په اربونو ډالره سرمایه كاري پاکستان كښې كوي۔ده ووئيل په كال 2018 كښې 2.3ملیونه ملازمتونه زيات شوې ، پاکستان كښې د زراعت په څانګه كښې د پرمختګ پراخه موقعې شته او حکومت بشپړه پام لرنه كوي چې د غنمو ، وريژو ، ګنې فصلونه ريكارډ كچې ته ورسي۔ده ووئيل زراعت، آئي ټي او د سېلګرۍ په څانګه كښې د پرمختګ موقعې شته دغسې حکومت دې څاڼكو ته پام لرنه كوي۔ده ووئيل شهری سيمو كښې تعمیراتی څانګه كښې موقعې شته او دغه وجه ده چې تعمیراتی څانګه او صنعتونو په اړه په ټولو څانګو كښې تندي او جدت رامخې ته كيږي۔ده ووئيل تعمیراتی صنعت د وزیر اعظم خاص خوښۍ لرلو په وجه تندۍ سره پرمختګ كړې دې څوك چې پخپله تعمیراتی صنعتونو ته ګورې او د هغې څارنه كوي۔
خېبر پښتونخوا حکومت يو لاكهه ځوانانو له آئي ټي په څانګه كښې تربيه وركوي،پي ډي اېم د يوې موسمي ناروغۍ په شاشن دې، د وفاقی وزیر اسد عمر ډیجیټل یوتھ سمټ ته وينا
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کے اعدادوشمار