اسلام آباد۔11جنوری (اے پی پی) نړيوال بانك په مالي كال 2023 كښې د پا??ستان په مجموعي قومي پېداوار (جي ډي پي) كښې د 2 فيصده نمو پېشګوئي كړې ده۔ دا خبره د نړيوال بانك لخوا په جاري كړې شوي نړيوالې اقتصادي منظرنامه كښې شوې ده۔ دې څخه وړاندې په اكتوبر كښې ??ړيواله بانك په خپلو جائزو كښې ??ه جي ډي پي كښې د دوه فيصده نمو پېشګوئي كړې وه۔ په رپورټ كښې ??ئ??لې شوي چې د پا??ستان معيشت ستونزو سره مخ دې٬ د زرمبادله پنګې كمې دي٬ مالي خساره او د تېر كال سېلاب د لاسه ستونزې لا سوا شوي دي۔ د تېر كال بارانونو او سېلابونو دلاسه كرك??لې ٬ بنيادي اډانې او لائي?? سټاك ته زيات زيان رسېدلے دے٬ كركيله د پا??ستان د مجموعي پېداوار 23 فیصده او د روزګار په آسانيو وركولو كښې 37 فيصده څخه زياته ده۔ په رپورټ كښې ??ئ??لې شوي چې جون څخه تر دسمبر مياشتې د امريكائي ډالر په مقابله كښې د پا??ستاني كرنسۍ په قدر كښې 14 فيصده كمې شوې۔ صارفينو لپاره د بنيادي شيانو په بيعو كښې ګراني د دسمبر په مهال په كلن بنياد د 24.5 فیصد كچې ته ورسېده۔ رپورټ كښې ??ئ??لې شوي چې د راغلي اوسني سېبلاب د لاسه د پا??ستان د مجموعي قومي پېداوار (جی ډی پی) 4.8 فیصده زيان شوے دے۔
د نړيوال بانك د پاكستان په جي ډي پي كښې د 2 فيصده نمو پېشګوئي
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا حساب