اسلام آباد 20 اګست (اے پی پی) د پاك پوځ بهادر، اعلٰی ترين پوځي اعزاز نشان حېدر ??رل??سه كوونكي كم عمر پائلټ آفيسر راشد منهاس شهيد ??ه د هغه د شهادت په 50مه ورځ د عقيدت پېرزوينې وړاندې ??ولو لپاره د پاك فضائيه ?? اولسي اړيكو څانګې يو مختصر دستاوېزي فلم جاري كړے دے. پائلټ آفيسر راشد منهاس شهيد په كال 1951م كښې د فرورې په 17مه نېټه زېږېدلے و. د هېواد د فضائي پولو د ساتنې ج??بې سره راشد منهاس په كال 1971م كښې د مارچ په 14مه نېټه په 51م جي ډي پي كورس كښې كميشن ??رل??سه كړو. د كال 1971م د اګست په 20مه نېټه راشد منهاس د قربانې يو نه هېرونكے داستان رقم كړو. په دې ??رځ راشد د خپل انسټركټر پائلټ فلائيټ لېفټېننټ مطيع الرحمان ناپاك عزائم خاورو سره خاورې كړل كوم چې د هغه T-33 تربيتي الوتكه هائي جېك كولو سره هند ??ه د بوتللو هڅه كړې وه. راشد د الوتكې كنټرول بېرته ??رل??سه كولو بشپړه هڅې وكړې او د دې څخه وړاندې چې الوتكه د پولې نه تېره شي ، رانسكورولو ته ئې ترجيح وركړه او خپل ځان ئې په وطن قربان كړو.راشد منهاس ??ه د دې ??وئې قربانې او نه هېرېدونكي شجاعت په اعتراف كښې د پاكستان حكومت تر ټولو لوي اعزاز نشان حېدر وركړو. راشد منهاس شهيد زمونږ راتلونكو نسلونو لپاره د لارې مشال دے، هغه به د شجاعت او قربانې د علامت په توګه تل ياد ساتلے شي
راشد منهاس شهيد ته پېرزوينې وړاندې كولو لپاره پاك فضائيه مختصر دستاوېزي فلم جاري كړو
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا