اسلام آباد 16دسمبر (اے پي پي) د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي په مشرۍ كښې د پخوانو خارجه سيکترانو ، سفيرانو او حکومتي وياندو مهمه غونډه د زيارت په ورځ خارجه وزارت كښې وشوه۔په غونډه كښې په 19 دسمبر کيدونكې د او آئي سي خارجه وزيرانو کونسل غير معمولي غونډې په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔خارجه وزير د او آئي سي خارجه وزيرانو کونسل غير معمولي غونډې مقاصد او د افغانستان په صورتحال ګډون كوونكو له بريفنګ وركړو۔ده ووئيل د دې غونډې مقصد افغانانو ته د پېښ انساني بحران مخنيوے او په انساني بنيادونو د هغوې مرستې ته د نړيوالې ورورولۍ پام راګرځول دي۔د پاکستان د افغانستان امن و امان په اړه او د انخلا په لړ كښې مرسته په نړيواله كچه ستائلې شوې۔ شاه محمود قريشي ووئيل د 15 اګست نه پس مونږ د افغانستان نزدې ګاونډيان هېوادونه په اعتماد كښې اخستي۔ د افغانستان نزدې ګاونډيانو هېوادونو وړومبۍ غونډه په پاکستان، دويمه په تهران كښې شوې دغسې دريمه غونډه په چين كښې متوقع ده۔خارجه وزير ووئيل مونږ شريكې تګلارې جوړولو او سيمه ايزو رابطو ته د ودې وركولو ترمخه سيمه ايزو هېوادونو سره رابطه كړې ،اوس د افغانستان د نزدې ګاونډيانو هېوادونو يو پليټ فارم جوړ شوے او زمونږ هڅې كاميابي شوې۔ ده ووئېل د نړيوالې ورورولۍ افغانستان پلو پام راګرځېدلے۔ شاه محمود قريشي ووئيل نن نړۍ پوهېږي چې افغانستان يواځې پرېښودل د چا په ګټه نه دي ، نړيواله ورورولي په انساني بنيادونو د افغانستان مرستې لپاره راضي شوې۔خارجه وزير ووئيل نړيواله ورورولي ځينې تحفظات لري چې پكښې افغانستان كښې د انساني بنيادي حقونو پاسداري، ترهه ګرۍ څخه تحفظ او د محفوظې انخلا په شان شرطونه شامل دې۔ده ووئيل په 21 اکتوبر ما د كابل خپلې دورې په مهال د افغانستان عبوري قيادت ته واضحه كړې چې نړۍ هم ستاسو څخه څه توقعات لري د كومو لپاره چې به تاسو له ګنجائش راپيدا کول وي۔ دغېسې ما ته د سټريټجکي خبرو اترو په لړ كښې برسلز ته د تللو موقع ترلاسه شوې۔ خارجه وزير ووئيل ما د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو مشر سره ملاقات كښې واضحه كړې چې كه په افغانستان كښې زيات شوې معاشي او انساني بحران پلو پام لرنه ونه كړې شوه نو د دې ناوړه اثراتو څخه به نه يواځې پاکستان او سيمه بلكه ټول اروپا متاثره شي۔ خارجه وزير ووئيل ما دا واضح کړې چې د افغانستان په صورت حال قابو موندلو له د افغان اولس مرستې له به راوړاندې كيدل وي۔ ده ووئېل د اسلامي هېوادونو اجتماعي غږ ترمخه مونږ ګڼو چې د افغانستان صورتحال مخنيوې لپاره او آئي سي يو مهم پليټ فارم ثابتيدې شي،دې لپاره سعودي عرب چې كله د او آئي سي مشر په حېث د افغانستان په صورتحال غير معمولي غوندې رابللو تجويز وركړو نو پاکستان د دې بشپړه ملاتړ وكړو۔ خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل د دې هڅو په نتيجه كښې پاکستان 41 كاله پس په 19 دسمبر د او آئي سي د خارجه وزيرانو د کونسل د غير معمولي غوندې كوربتوب كوي۔ ده ووئيل نن د 11 امريكائي کمانډرز او سفيرانو په لاس ليك سره امريکا كښې شائع شوې اداريه كښې ليكلې شوي چې افغانستان معاشي انهدام پلو روان دے ، معاشي بنديزونه د صورتحال ښه كولو له مرستياله نه شي ګرځيدلے او په دې 11 شخصيات كښې داسې وګړي هم شامل دي كومو چې افغانستان كښې خذمات ترسره كړې۔خارجه وزير ووئيل د امريکې سفيرانو بيانيه د پاکستان د بيانيې سره مماثلت لري ، د افغانستان 75 فيصده بجټ په بهرنۍ مرسته اډاڼه ؤ كوم چې بند شوے او د افغانستان خپل فنډز هم منجمد شوے۔خارجه وزير ووئيل افغانستان كښې د تيرو دوه كلونو راهسې د قحط صورتحال دے۔ زياتره افغانان هبواد څخه بهر مېشته دي او د خپلو خپلوانو مرسته كول غواړي خو هغوې په افغانستان كښې د بينکنګ چينل نه لرلو په وجه د معاونت كولو څخه قاصر دې۔ خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل د ورلډ فوډ پروګرام له مخې 95 فيصده افغانانو سره د خوراك څښاك څه نشته، په دې صورتحال كه قابو ونه موندلے شو نو د تيرو 20 كلونو راهسې استحکام او امن او امان لپاره شوې هڅې به بې ځايه لاړې شي۔
خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي په مشرۍ كښې د پخوانو خارجه سيکترانو ، سفيرانو او حکومتي وياندو مهمه غونډه، د او آئي سي خارجه وزيرانو کونسل په غير معمولي غونډه د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2