اسلام آباد 14 جون (اے پي پي) د مسلم ليګ(ن) سينير لارښود دانيال عزيز وئيلي دي چې د عمران خان د احتساب وخت راغلے دے٬ د عمران د صادق او امين د ډرامې وخت ختمېدونكې دې، تحريک انصاف د اووه كالو راهسې كېسونه په التواء كښې اچولو سره د فرار لاره خپلوي۔ د نهې په ورځ د الېكشن كمېشن نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د ھغه كسانو حساب او تلاشي دې واخستې شي څوك چې پټ مخ پټوي ګرځي، اوس بيا وائي وخت دې راكړې شي دليلونه به بشپړ كړو، ھغه له د ځواب وركولو وخت راغلے دے اوس عمران خان د ځواب وركولو نه تېښته نه شي كولې۔ ده ووئيل د ھغه دروغ په ډاګه كولو لپاره دې ميډيا خپل كردار ولوبوي، ھنګو كښې پېدا شوې ګاز چرته دې٬ د برېښنا درامد كولو ادعاګانې څه شوې٬ 333 بندونو جوړول ٶ جوړ ئې نه كړې شول ٬ د برېښنا جوړولو ټول بورډ مستعفي شوې دې چې دلته كرپشن زيات دې٬ د بلوچستان تېل څه شول۔ ده ووئيل د پاكستان په اولس ګرانۍ سر وګرځولو٬ آئي اېم اېف ته ئې دروغ وئيلي دي٬ ھغوي سره كړې لوظونه ئې مات كړي او سياسي مقصدونو لپاره ئې د تېلو بيعه ټيټه ساتلې وه
د عمران خان د احتساب وخت راغلے دے۔ دانيال عزيز
مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ