ګوجرانواله 02 ستمبر (اے پي پي) د توان وفاقي وزير خرم دستګير وئيلي دي د وزيراعظم اعلان له مخې د برېښنا تر 300 يونټس كاروونكو صارفينو له به فيول ايډجسټمنټ چارج نه وي ٬ دې سره به 2 کروړه 23 لکهه صارفينو ته ريليف ترلاسه شي، د بلوچستان ،سندھ او خېبر پښتونخوا سيلاب ځپليو زياتره سيمو كښې برېښنا بحال كړې شوي،مونږ شپږ كاله وړاندې آئي اېم اېف پرېښے ؤ، عمران خان په 2019 كښې د آئي ايم ايف سره لوظنامه كړې چې له امله ئې نن هېواد ستونزو سره مخ دے ، د عمراني نالائقي اثرات په اولس پريوتې دي۔د دې خيالاتو څركندونه ده د جمعې په ورځ ګوجرانواله كښې ګيپکو هيډ کواټر كښې پريس کانفرنس په مهال وكړه۔ ده ووئيل د نواز شريف په سپارښتنه شهباز شريف د سيلاب ځپليو سيمو كښې د غريبانو جونګړو كښې د هغوي په سر لاس اېښودے ځكه چې مونږ ته معلومه ده چې دا وخت د سياست نه دے،د ځپليو د فلاح وخت دے خو عمران خان فتنه فساد هغسې دوامداره ساتلي۔
تر درې سوه يونټس كاروونكو صارفينو باندې به د فيول ايډجسټمنټ چارج نافذ نه وي ، د بلوچستان ،سندھ او خېبر پښتونخوا سيلاب ځپليو زياتره برېښنا بحال شوې۔ خرم دستګير
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی قانونی حیثیت