اسلام آباد 12 جنوري (اے پي پي) د پ??كس??ان او تركيه د كورنيو چارو وزيران د غېر قانوني اميګرېش مخ نيوي لپاره شريكو اقداماتو ته صلاح شوي او دا يې د دواړو هېوادونو شريك هدف ګرځولے ۔د شورو په ورځ د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد او د تركيې هم خپل څنګ سليمان سوئيلو ترمينحه د ??ېډ??و كنفرنس د لارې خبرې شوي چې پكښې په سيمه ايز امن٬غېر قانوني اميګرېشن٬بشري قاچاق او د شريكې خوښې په نورو چارو هم د خيالاتو څرګندونه شوې۔د كورنيو چارو وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د ??ېډ??و كنفرنس په مهال د پ??كس??ان او تركيه ترمينځه شريكو اړيكو ته د لا پراختيا وركولو عزم څرګند كړے شو۔ د پ??كس??ان او تركيه د كورنيو چارو وزيران د غېر قانوني اميګرېش مخ نيوي لپاره شريكو اقداماتو ته صلاح شوي او د غېر قانوني اميګرېشن او د بشري قاچاق خاتمه دواړو هېوادونو له شريك هدف ګرځولے شوے ۔د پ??كس??ان او تركيې د كورنيو چارو وزيرانو يو بل له د دورې بلنه هم وركړه ۔د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلې دي د پ??كس??ان او تركيه ترمينځه اړيكې پخوانۍ او د ورورولۍ دي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل اسلامي نړۍ ته په رامخ ته شوو مسئلو د پ??كس??ان او تركيه دريځ يو دے ٬پ??كس??ان د افغان اولس د قحط څخه بچ كولو لپاره د مرستې غږ پورته كړے۔ده ووئيل په افغانس??ان د او آئي سي خارجه وزيرانو غېر معمولي كنفرنس كول د پ??كس??ان يوه لويه سفارتي ??اميابي ده٬د تركيې لخوا د افغان وګړو لپاره مرسته د ستائنې وړ فعل دے۔ده ووئيل د تركيې سره اړيكو ته په پ??كس??ان كښې ډاډګيرنه ترلاسه ده٬د تركيه صدر طيب اردګان په پ??كس??ان كښې يو مقبول مشر دے۔ده ووئېل تركيه به د غېر قانوني اميګرېشن او بشري قاچاق مخ نيوي لپاره اقدامات لا تند كړي٬د پ??كس??انيانو غېر قانوني اميګرېشن مخ نيوي لپاره د كورنيو چارو وزارت او اېف آئي اے هر ډول اقدامات كوي۔په دې موقع په خبرو كښې د تركيه د كورنيو چارو وزير سليمان سوئيلو ووئيل پ??كس??ان او تركيه دواړه وروڼه اسلامي هېوادونه دي٬په شريكو اړيكو ډېر وياړ لري۔ده ووئيل د پ??كس??ان او تركيې د كورنيو چارو ووزارتونو او محكمو ترمينځه روابط زياتولو ته ضرورت دے۔ده ووئيل نړۍ د ترهه ګرۍ٬ د نشي اي توكو قاچاق٬سائبر سېكورټي كرائمز او بشري قاچاق پشان لويو چېلنجونو سره مخ ده٬د دې لويې چېلنجونو مخ نيوي لپاره شريكې تګلارې او پېش بندۍ ته ضرورت دے۔ده ووئيل په ښو روابط د غېر قانوني اميګرېشن او د بشري قاچاق په ښه ډول مخ نيوې كېدے شي۔غېر قانوني اميګرېشن او د بشري قاچاق مخ نيوے د دواړو هېوادونو لپاره يو لويې چېلنج دے۔د غېر قانوني اميګرېشن او بشري قاچاق څخه معاشي او سماجي مسئلې هم رامخې ته كېږي۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو شريكې تګلارې څخه به غېر قانوني اميګرېشن او د بشري قاچاق څخه خلاصے ترلاسه شي۔
د پاكستان او تركيه د كورنيو چارو وزيران د غېر قانوني اميګرېش مخ نيوي لپاره اقدامات ته صلاح شول ٬د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د تركيې خپل هم څنګ سليمان سوئيلو سره وېډيو كنفرنس
مضمون کا ماخذ : تھور میگا ویز کی طاقت