اسلام آباد۔22اپرېل(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي’’ ارتھ ډے‘‘ مونږ ته د خپلې سيارې د تحفظ شرېكه ذمه واري رايادوي٬ كاربن او ماحولياتي اثرات به كمول وي۔ د ګل په ورځ په يو ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل پاكستان نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه’’ارتھ ډے‘‘ لمانځي۔ ده ووئيل دا ورځ مونږ ته موجوده او راتلونكو نسلونو لپاره د خپلې سيارې د تحفظ شريكه ذمه واري رايادوي۔ ده ووئيل مونږ بايد په خپلو هڅو كښې په ماحولياتي توګه د زيات خبردار پاتې كېدو هڅه وكړؤ او خپل ژوند كښې ماحولياتي بهترۍ لپاره اقدامات كولو سره د كاربن او ماحولياتي اثرات كمولو عزم وكړؤ۔
مضمون کا ماخذ : estatisticas dupla sena