اسلام آباد۔05 اپرېل (اے پی پی)په قامي اسمبلۍ كښې غړو پارليمان سپريم اداره ګرځولو سره وئې??ي دي چې سپريم كورټ دې فل كورټ جوړولو سره په پنجاب او كے پي كے كښې د ټاكنو پريكړه وكړي٬هره اداره دې په خپل حدود كښې پاتې كېدو سره كار وكړي٬پ?? هېواد كښې موجوده سياسي او معاشي بحران د تېر حكومت پېدا كړې دې٬مونږ د ټاكنو نه تښتېدونكي نه يو خو په څلورو واړو صوبو او وفاق كښې په يو وخت ټاكنې وكړې شي٬د جلا جلا ټاكنو كولو څخه به پ?? هېواد كښې يو نوې شخړه رامخې ته شي او ??پيځلو ټاكنو ته به ګوته نيولې كېږي۔د شورو په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونه كولو سره رياض محمود مزاري وئې??ي دي چې په دې پارليمان كښې د بدتهذيبي پېل د كال 1988 څخه شوې او ??ېخ رشيد دا روايت پېل كړي۔ده ووئيل چې خاص صېب هغه خوښوي٬د دې ايوان عزت به مونږ له كول وي٬مونږ د يو بل عزت نه كوو ځكه خو اولس زمونږ عزت نه كوي۔سپيكر ووئيل چې په ايوان كښې نعرې بازي او پوسټر راوړلو رولز اجازه نه وركوي د دې څخه ډډه كول پكار دي۔اسلم بهوتاني ووئيل چې په اعلٰی عدليه كښې دا مهال څه كېږي٬هغې ته په ښه نظر نه كتلې كېږي٬ادارې د خپلو پريكړو او ??ويو څخه خپل عزت كوي٬په آئين كښې دا نه دي ليكلې شوي چې د وزيراعلٰی يا وزيراعظم په وېنا اسمبلۍ تحليل كړي٬سپريم كورټ له دا هم په نظر كښې ساتل پكار وو٬د قاضي فائز ع??سٰی ازخود نوټس په اړه د پريكړې په ضد د ټاكنو كولو كيس پريكړې نه پس 6 كسيزه ب??نچ جوړول د دې خبرې غمازي كوي چې د جسټس قاضي فائز ع??سٰی په مشرۍ كښې درې كسيزه ب??نچ پريكړه مستند وه٬كه چرې دا پريكړه غېر مستند وه نو بيا د ب??نچ جوړولو څه ضرورت وو۔مولانا عبدالاكبر چترالي وئي??ي دي چې په ادارو كښې اړې ګړې زمونږ لپاره لمحه فكريه ده٬د پنجاب او ??ېبرپښتونخوا اسمبلۍ تحليل كولو سره يو آئيني بحران پېدا كړې كوم څخه چې سياسي عدم استحكام پیدا شوې او ?? دې وروستو كومه منصوبه او ??ازش دې٬دا منصوبه به په ډاګه كول وي۔د جمعيت علماﺀ اسلام (ف)غړي سيد محمود شاه وئې??ي دي چې عمران نيازي د اقتدار څخه اخوا كولو نه پس پاګل شوې٬د دې اقداماتو په سبب پ?? هېواد كښې سياسي او معاشي عدم استحكام صورتحال رامخې ته شوې
سپريم كورټ دې فل كورټ جوړولو سره په پنجاب او كے پي كے كښې د ټاكنو پريكړه وكړي٬هره اداره دې په خپل حدود كښې پاتې كېدو سره كار وكړي٬په هېواد كښې موجوده سياسي او معاشي بحران د تېر حكومت پېدا كړې دې۔غړو په قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونه
Astronaut APP game platform
مضمون کا ماخذ : اولمپس کے خدا