لاهور 26 دسمبر (اے پي پي)د دفاع وزير خواجه آصف وئېلي دي مونږ بليك ميل كېدونكې نه يو٬په هېواد كښې به ټول ټاكنې پخپل وخت كېږي٬پا??ست??ن ښه والي پلو روان كړے شوے ٬د تېر حكومت دور د هېواد بدترين دور ثابت شوے ٬نوې پا??ست??ن جوړونكې په خېبرپښتونخوا كښې استعفٰی ولې نه وركوي٬د نوې پا??ست??ن نعره وهونكو هېواد برباد كړے۔د دې خيالاتو څرګندونه دوي د ګل په ورځ د خواجه محمد رفيق شهيد د شهادت په 50م تلين دستورې ته د وېنا كولو په مهال كړې۔په دې موقع وفاقي وزيران خواجه سعد رفيق٬سردار اياز صادق٬د آزاد كشمير پخوانې وزيراعظم سردار عتيق٬د اېم كيو اېم كنوينر خالد مقبول صديقي٬حامد مير٬د مسلم ليګ(ن)صوبائي او مركزي لارښود هم ??وجود وو۔د دفاع وزير ووئيل خواجه سعد رفيق د پلار خواجه محمد رفيق شهيد د تلين په موقع دستوره كښې د ډېرې مودې څخه ګډون كوم٬زما پلار او خواجه محمد رفيق پخواني ملګري وو او د هغوي د ملاقاتونه په باقاعدګۍ سره كېدل۔ده ووئيل د فټبال ورلډ كپ په مهال د فلسطين مسئله رامخې ته كړی شوې او د دې په سوشل مېډيا هم ډاډګيرنه شوې چې په كتلو سئې ډېر خوشحاله شوے يم۔ده ووئيل پا??ست??ن د پرمختګ په لاره روانولو لپاره مونږ له د عبس خبرو په ځاې د عملي اق??اماتو ضرورت دے٬پا??ست??ن په 75 كلونو كښې خپل منزل سر نه كړے شو ٬ د دې ذمه وار ټول سټيك هولډرز دي٬دا يو جلا بحث دے چې څوك څومره زيات قصور لري او څوك كم۔په دې موقع د اق??صادي چارو وفاقي وزير سردار اياز صادق ووئيل عمران خان اق??دار ته د راوستلو سفر په كال 2017 كښې پېل شوے و ځكه چې پيپلز پارټي ٬(ن)ليګ٬اېم كيو اېم او جي ډي اے لارښودو به مونږ ته وئېل چې په پي ټي آئي كښې د شموليت اختيارولو لپاره فشار اچولې كېږي۔ده ووئيل محمد نواز شريف به ډېر زر هېواد ته بېرته راستو?? شي٬په راتلونكو ټول ټاكنو كښې به مسلم ليګ(ن)په لويې اكثريت سره كاميابي ترلاسه كړي۔ده ووئيل زمونږ مشر محمد نواز شريف به ډېر زر هېواد ته راشي او هېواد به د دې بحرانونو څخه اوباسي۔ده ووئيل مسلم ليګ(ن)چې په كال 2018 كښې خپل دور بشپړ كړو نو هغه مهال د جي ډي پي شرح 6 فيصد ته نزدې وه ٬ د دې نه پس چې كله عمران خان اق??دار له راغلو نو هغه هېواد د بربادۍ پلو روان كړو٬ ده ووئېل كله چې مونږ اق??دار پرېښودلو نو هغه مهال په پا??ست??ن 30 ارب ډالره قرض ؤ كوم چې عمران خان د 44 مياشتو په حكومت كښې 60 ارب ډالرو ته رسولے ؤ او مونږ د برېښنا ګردشي قرض 1100 ارب روپۍ پرېښودلې شوے ؤ كوم چې عمران خان څو چنده زيات كړے ۔په دې موقع د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق ووئيل زما د پلار خواجه محمد رفيق شهيد د شهادت تلين لمانځلو لړۍ د 44 كلونو څخه روانه ده۔كله چې زما پلار شهيد كړے شو نو زه په پنځم ټولي كښې ووم۔ده ووئيل نن په دستوره كښې وفاقي وزير نه بلكې د يو كاركن په حېث د خيالاتو څرګندونه كوم۔ده ووئيل پا??ست??ن جاګيردارو او د اسټېبلشمنټ اتحاد كمزور كړے او هېواد د پرمختګ د لوري روانولو مخ نيوې شوے۔ده ووئيل په پا??ست??ن كښې داسې حالات پېدا كړے شوي چې اوس هېواد نشي سنبهالولې٬مونږ سياستمدار د يو بل ختمولو په چكر كښې يو او اولس د لوږې مري۔ده ووئيل پا??ست??ن د آزادۍ ترلاسه كولو 75 كلونه تېر شوي خو داسې ښكاري چې مونږ تراوسه آزاد نه يو او د هېواد ښه والي لپاره به مونږ ټولو له يو موټې كېدل وي۔په دې موقع په خپله وېنا كښې د اېم كيو اېم پا??ست??ن كنوينر خالد مقبول صديقي ووئيل خواجه سعد رفيق د خپل پلار په يادولو د فرمانبردار اولاد حق ادا كوي او د دې سمينار مقصد د جمهوريت استحكام هم دے۔ده ووئيل د جمهوري نظام استحكام لپاره به د سياسي ګوندونو دننه د ټاكنو عمل قوي كول وي۔دستورې ته سينئر خبريال حامد مير٬د مسلم ليګ(ن)لارښود رانا مشهود او خواجه سلمان رفيق هم ??ېنا وكړه
مونږ بليك ميل كېدونكې نه يو٬په هېواد كښې به ټول ټاكنې پخپل وخت كېږي٬د نوې پاكستان نعره وهونكو هېواد برباد كړے ۔ددفاع وزير خواجه آصف٬سردار اياز صادق او خواجه سعد رفيق دستورې ته وېنا
Bonanza Candy APP Game Platform Website
مضمون کا ماخذ : سپرمین: فلم