اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) پاكستان وئيلي دي په هېواد كښې د سيلاب له ا??له د راغلې تباهۍ په نتيجه كښې ځپليو سيمو كښې د مرستې پړاؤ نه پس د تعمير نو او بحالۍ لپاره د نړيوالي ورورولۍ پرله پسې ، جامع او زياتي مرستي ته اړتيا ده۔د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار احمد د زيارت په ورځ پريس بريفنګ كښې ووئيل د هېواد په بيلو برخو كښې غير معمولي موسمي صورتحال او د تباهۍ وړ سيلاب له ا??له 33 مليونه څخه زيات كسان ځپلې شوي، سيلاب له ا??له ??وے مالي او ځاني زيان سره سره ا??لاك او بنيادي ډھانچې ته هم په لويه پېمانه زيان رسيدلے ۔وياند ووئيل سن??ھ او بلوچستان نه پس خېبرپښتونخوا او ګلګت بلتستان كښې د باران او سيلاب له ا??له لويه تباهي راغلې ۔وياند ووئيل د 350 څخه زياتو ماشومانو پشمول 1100 څخه زيات كسان مړه دغسې 1600 څخه زيات ژوبل شوي، 10 لكهه څخه زيات كورونه په جزوي يا په بشپړه توګھ تباه شوي، 735000 څخه زيات څاروي مړه ا?? 20 ايكړه زمكه تباه شوې ،دې نه ځانله فصلونو ته زيان رسيدلے دغسې مواصلاتي ډھانچې ته هم زيان رسيدلے دے ۔ وياند ووئيل حكومت ټول ممكنه وسائل او صلاحيتونه متحرك كولو سره ريسكيو او ريليف آپريشن پيل كړے ،دا يو قومي هڅه ده چې پكښې د سول او پوځ نه علاوه د ژوند د ټولو څانګو سره تعلق لرونكي ، كاروباري ادارې، سول سوسائټي او د انساني همدردۍ تنظيمونو سره تعلق لرونكي پاكستانيان برخه اخلي۔ده ووئيل وزيراعظم د امدادي هلو ځلو څارنه كولو سره د ځپليو سيمو په ذاتي توګه دوره هم كوي، بهر هېوادونو كښې د پاكستان مشنز متحرك كوو،تيره ورځ خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د سفارت كارو او نړيوالو ادارو نمائندګانو سره د سيلاب ځپليو سيمو دوره كړې چرته چې بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان هم د ځپليو د مرستې په هلو ځلو كښې برخه اخلي۔
د سيلاب نه پس د تعمير نو او بحالۍ لپاره د نړيوالي ورورولۍ پرله پسې ، جامع او زياتي مرستې ته اړتيا ده ۔ د خارجه دفتر وياند
Moonstone blackjack reputable website
مضمون کا ماخذ : Raging Rhino