اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف په كاناډا كښې د 65 كامن ويلتھ كانفرنس په موقع د كاناډا پارليمان غړو س??ه ملاقاتونه كړي او وئيلي ئې دي چې په كاناډا كښې مېشته پاكستانيانو ?? دواړو هېوادونو ??ولس رانزدې كولو كښې مهم كردار ادا كولې شي٬ نړيواله ورورولي٬ملګري ملتونه٬ملګري هېوادونه او بهر مېشته پاكستانيان دې په پاكستان كښې د تباه كونكي سېلاب له امله د ځپلې اولس مرستې لپاره كردار ادا كړي۔ د قامي اسمبلۍ د مېډيا ونګ لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې د كاناډا د هيلي فيكس ښار څخه د ترلاسه شوي اطلاعاتو له مخې په هيلي فيكس كاناډا كښې د 65مې كامن ويلتھ پارليماني كنفرنس په موقع د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د كاناډا پارليمان غړې سلمٰی زاهد او د پبلك اينډ بزنس سروس ډيليوري وزير خالد رشيد سره جلا جلا ملاقاتونه كړي۔په ملاقاتونو كښې درې واړو لارښودو د دوه اړخيزه اړيكو په لا پراخا كولو د خيالاتو څرګندونه كړې۔په ملاقاتونو كښې د دوه اړخيزه تجارت زياتولو او اولسي رابطو ته د ودې وركولو په ضرورت زور راوړل ش??ے۔ په پارليماني سفارت كارۍ٬د كاناډا لپاره د پاكستان سفر كونكو خواست كونكو ته د رامخې ته شوي اميګرېشن مسئلو حل كولو او پاكستاني زده كونكو ته د ويزو په اجرا كښې د آسانيو وركولو په اړه خبرې اترې شوې دي۔ د كاناډا اسمبلۍ غړي سلمٰی زاهد او د كاناډا وزير خالد رشيد د ويزې اجرا او د اميګرېشن په معامله كښې د رامخې ته شويو مسئلو حل لپاره د بشپړه مرستې باور وركړو۔ ده ووئيل چې د پاكستان د څلورو واړو صوبو اولس د تاريخ بدتره سېلاب س??ه مخ دے۔ ده ووئيل چې د تباه كونكي سېلاب په وجه قيمتي ځاني زيان ش??ے۔ د كهربونو ??وپو املاك او انفراسټركچر پشمول په لاكهونو ??مېره كښې څاروي د سېلاب اوبو وړي دي٬په كروړونو ??يكړه ولاړ فصلونو ??ه زيان رسېدلې۔ ده وئيل چې په پاكستان كښې د سختو بارانونو ??و سېلاب له امله د شوي زيان په وجه اولس د خوراك قلت س??ه مخ دے۔ ده د ملګرو ملتونو پشمول په نړيوالې ورورولۍ زور راوړو چې هغوي دې د پاكستان سېلاب ځپليو مرستې لپاره كردار ادا كړي
نړيواله ورورولي٬ملګري ملتونه٬ملګري هېوادونه او بهر مېشته پاكستانيان دې په پاكستان كښې د تباه كونكي سېلاب له امله د ځپلې اولس مرستې لپاره كردار ادا كړي۔ راجه پروېز اشرف
Powerful blackjack credit website
مضمون کا ماخذ : پنجاب لاٹری