اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اق??ال نېشنل ډي??اسټر منيجمنټ اتهارټۍ او صوبائي حكومتونو ته هدايت كړے چې هغوي په هېواد كښې د اوسني سېلاب له امله د شوي زيان جائزه اخستو لپاره شريكه سروے ډېره زر بشپړه كړي۔ده دا هدايات د يوې لوړې كچې غونډې مشري كولو په مهال وركړل۔په غونډه كښې د نېشنل ډي??اسټر منيجمنټ اتهارټي اېن ډي اېم اے٬د صوبائي ډي??اسټر منيجمنټ اتهارټيز استازو٬د اوبو وسائلو وزارت چارواكو او نورو سټيك هولډرز ګډون كولو۔په سېلاب ځپليو سيمو كښې د خلقو بچ كولو او د مرستې هلو ځلو په اړه وفاقي وزير احسن اق??ال ځپليو كورنيو ته د مرستې په وركولو زور راوړو چا چې په آفت كښې د خپلو كورونو څخه لاس وينځلي ۔د?? ووئيل د تباه شوي انفراسټركچر بيا رغونې لپاره په سمدستي توګه موثر اقدامات وكړئ۔وفاقي وزير اېن ډي اېم اے ته په سباؤن كښې د قدرتي آفتونو په نتيجه كښې د زيان لږ نه لږ كولو لپاره بينك ايبل پراجېكټس او د موسمياتي لچكدار انفراسټركچر پر??ژو او ډي??ائن هدايت هم وكړو او پر??ژو ته د بينك رول كولو لپاره د پرمختيائي شراكتدارو څخه د مالي مرستې ترلاسه كولو هم امر وكرے شو۔د?? ووئيل وفاقي حكومت د سېلاب په مهال مستحقو كورنيو ته د لس لكه روپو معاوضې اعلان كړے۔د?? ووئيل دا معاوضه 80 فيصده خلقو ته وركړې شوې۔احسن اق??ال ووئيل وزيراعظم شهباز شريف هم د بلوچستان سېلاب ځپليو سيمو لپاره په سمدستي توګه د خاص پېكج جاري كولو پريكړه كړې۔د?? ووئيل آفت ځپليو سيمو كښې د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام معيار له مخې كورنيو ته به يو پیكج وركولې شي دغسې چې هغوي د راشن پشمول خپل هنګامي ضروريارت پوره كړي۔
د سېلاب زيان جائزه اخستو لپاره به د وفاق او صوبو شريكه سروے ډېره زر بشپړه كړې شي۔وفاقي وزير احسن اقبال
Turkish Lightning Roulette Trusted Platform
مضمون کا ماخذ : loterias da caixa