اسلام آباد 10 اكتوبر (اے پ?? پي) وزيراعظم محمد شهبازشريف وئيلي دي د 5 آئ?? پي پيز سره شوې لوظنامې د هغوي په خوښه ختمي كړې شوي، دغه آئ?? پي پيز قامي ګټه په خپله ذاتي ګټه مقدم ساتلي،دې سره به 411 اربه روپۍ بچت شي،د معيشت ښه والي له په تندۍ سره ګامونه پورته كوو،زمونږ معيشت د وخت سره سره مخ په ښه كيدو دے، ترسيلات زر كښې ريكارډ زياتوالے راغلے۔د زيارت په ورځ د وفاقي كابينې غونډه كښې په خپلو خبرو ??ښې وزيراعظم وو??يل د لوي څښتن شكر ادا كوو چې د هېواد معيشت د استحكام پلو روان دے۔تيره ورځ يو بل ښه خبر راغلے چې زمونږ درې مياشتنيز ترسيلات زر 8 اربه 80 كروړه ډالرو څخه زيات شوي كوم چې د تيرو درېو مياشتو ترسيلات زر په مقابل كښې يو ريكارډ دے۔دې لپاره د وطن پرېښودونكو مننه كوو كوم چې شپه ورځ حلال رزق ګټي او پاكستان ته يې رالېږي۔ دا د دې خبري غمازي كوي چې د پاكستان معيشت مخ په وړاندې روان دے۔په دې اړه اوس هم ډير مزل لا پاتي دے،دغسې سباؤن كښې به هم په شريكه هڅو كولو په دې ټولو چيلنجونو قابو ومومو۔ده وو??يل د پاكستان عام وګړي د ګرانۍ ، د سود زياتې شرح ، د خوراك څښاك څيزونو بيعو كښې د زياتوالي پشمول ډيرو ??شكلاتو سره مخ دي ،د پاكستان اولس په تحمل او صبر سره په دې مشكلاتو قابو موندلے،اوس داسې هم نه ده چې ټولي ستونزي ختمي شوي خو بيا هم حالت د وخت تېرېدو سره سره ښه كېږي، قام چې كومي قربانۍ وركړي په دې د دوي مننه كوو۔وزيراعظم وو??يل د ګرمۍ په موسم كښې 50 اربه روپۍ تر 200 يونټ د مياشتي استعمالوونكو د كورونو صارفينو له ريليف كښې وركړې شوي، دغسې د پنجاب حكومت هم دوو مياشتو لپاره د بجلۍ په بلونو كښې 50 اربه روپو څخه زيات ريليف وركړے،دا هغه اقدامات دي د كومو څخه چې داسې بريخي چې وفاقي او صوبائي حكومتونه د اولس مسئلو څخه نه يواځي خبر دي بلكه دوي له د ريليف وركولو لپاره هم ضروري اقدامات كوي۔ وزيراعظم وو??يل د سياسي پوائنټ سكورنګ نه غير به اووايم چې په ماضي كښې يو بے رحمه حكمران راغلے ؤ كوم به چې و??يل د ګرانۍ سره زمونږ څه تعلق نشته خو بيا هم موجوده حكومت د اولس نمائنده حكومت دے او د اولس د ستونزو څخه خبر دے او په ګډه د مسئلو حل كولو لپاره كار كوي، ده ووئېل د ګرانۍ شرح 32 فيصد څخه په كميدو 6.7 فيصد ته راغلې ،دا زمونږ د قام سره كړے لوظ ؤ كوم چې د لوي څښتن په خصوصي فضل او كرم سره ممكن شو او نن ګراني سنګل ډيجټ ته راغله ، ده ووئېل مونږ د عارضي اقداماتو سره سره د تر ډېرې ريليف لپاره اقدامات له چمتو يو، د بجلۍ غلا مخنيوے ، لائن لاسز كمولو او د هېواد آئ?? پي پيز سره لوظمامي غټ چيلنجونه دي ، آئ?? پي پيز زياته ګټه كړې،هغوي نه يواځې د خپلي سرمايه كارۍ لګښت پوره كړے بلكه ګټه ئې هم كړي،۔ وزيراعظم وو??يل د توان ټولي ډلي او ټاسك فورس خپل كردار ترسره كوي۔ده وو??يل په قام زيرے كول غواړو چې 5 آئ?? پي پيز په خپله خوښه او قامي ګټې له د نن نه پس خپلې لوظ نامې ختمې كړي ٬ په دې د هغوي مننه كوو، آئ?? پي پيز سره د لوظنامو په ختمولو به 411 اربه روپۍ بچت شي۔ وزيراعظم وو??يل حكومت ښه اقدامات له په معاونت كولو د صدر مملكت آصف علي زرداري پشمول د حليف ګوندونو هم مننه كوي۔ دغسې معاشي ښه والي له د سرلښكر خصوصي مننه كوو۔ ده وو??يل امريكا كښې د آئي اېم اېف مشر سره د ملاقات په مهال هغه د دې حساسيت څخه خبر كړے شوے ؤ چې كه بجلۍ بيعي د سيمي نورو ??ېوادونو په مقابله كښې زياتي وي نو دلته به صنعت و زراعت پرمختګ نه كوي او نه به برآمدات زيات شي۔ده وو??يل زمونږ ډله آئي اېم اېف ته روانه ده۔د خزاني وزير سره د توان وزير او خصوصي مشير به هم ځي او آئي ايم ايف به په دې ټول كيس پوهه كوي۔۔ وزيراعظم وو??يل د خزاني وزير په هڅو او د چين او سعودي عرب په مرسته د آئي ايم ايف پروګرام لوظنامه شوې ۔وزيراعظم وو??يل 5 آئ?? پي پيز سره لوظنامې ختمول د باران وړومبي څاڅكې دي ،سباؤن كښې به نور زيري هم رامخې ته شي۔
د 5 آئي پي پيز سره د لوظنامو ختمونه د باران وړومبي څاڅكې دي ،دې سره به 411 اربه روپۍ بچت شي ۔ د وزيراعظم شهبازشريف د كابينې غونډه كښې خبرې
वाइल्ड हेल इंटीग्रिटी बेटिंग लिंक
APP40-020824
ISLAMABAD: August 02 - Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif chairs a meeting of the Federal Cabinet. APP/MAF/FHA
مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن مفت