اسلام آباد 24ستمبر(اے پی پی)د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رض?? ګېلاني سره د چين سرمايه كارو او سوداګرو پشمول يو پلاوي د نهې په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات كړے۔په ملاقات كښې د خزانې لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر سليم مانډوي والا او د كامرس لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ چيئرپرسن سېنېټر انوشه رحمان٬سېنېټر بېلال احمد خان هم د سېنېټ چيئرمېن سره وو۔د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د چين او پاكستان دوستي يو مثالي تاريخ لري٬ په كال 1951 كښې د ملګرتيا سفر هغه وخت پیل شوے ؤ كله چې دواړو هېوادونو خپلې سفارتي اړيكې جوړې كړی٬په كال 1949 كښې پاكستان چ??ن تر ټولو وړومبے تسليم كړے ۔ده ووئيل پاكستان عوامي جمهوريه چ??ن تسليم كونكے په وړومبنو هېوادونو كښې يو دے او پي آر سي سره سفارتي اړيكې قائمونكے وړومبے اسلامي هېواد دے۔ده ووئيل د پاكستان اولس د چين ملګرتيا ته د قدر په سترګه ګوري٬دواړه هېوادونه ښه ملګري دي او په هر سخت وخت كښې د يو بل ??لګرتيا كوي٬دواړه هېوادونه د نزدې مرستې ښه شراكتدار دي۔سيد يوسف رض?? ګېلاني ووئيل په نړيواله او سيمه ايزه كچه دواړه هېوادونه خپلو كښې ښې رابطه لري۔د اعلٰی كچ پلاويو تګ راتګ سره به دا ??لګرتيا لا قوي شي۔ده ووئيل چين د پاكستان تر ټو??و لوي تجارتي پارټنر دے٬د قامي اسمبلۍ سپيكر او وزيراعظم په حېث زه څو وارې چ??ن ته تلے يم او دغه ټولې دورې يادګاري وي۔د چين قيادت سره دوه اړخيزه مرستې قوي كولو په اړه تفصيلي خبرې اترې شوي٬د پاكستان هر يو وګړے د چين سره په ملګرتيا وير لري۔ده ووئيل سېنېټ او قامي اسمبلۍ كښې د پاك چائنه فرينډ شپ ډلې جوړې شوي چې مقصد يې په اولسي كچه رابطې لا مستحكمول دي۔مونږ د پاكستان او چ??ن ترمينځه نزدې سياسي او بين الپارلماني اړيكو له خوښي لرو۔سيد يوسف رض?? ګېلاني ووئيل د يو بل د تجربو څخه زده كړو ته اړتيا ده۔دغسې د چين پلاوي خپله د پاكستان دوره كاميابه وګرځوله٬پلاوي په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ په اړه د خپلو ترجيحاتو څرګندونه وكړه۔پلاوي ووئيل د چين بېلې كمپنۍ په پاكستان كښې سرمايه كاري كو??و له خوښي لري۔د پلاوي د دورې مقصد هم د سرمايه كارۍ موقعې لټول دي۔
د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني سره د چين سرمايه كارو او د سوداګرو ملاقات وكړو
Jiaduobao Electronic Credit Betting Entrance
مضمون کا ماخذ : loterias da caixa