اسلام آباد۔15ستمبر(اے پی پی) ص??ر مملكت آصف علي زرداري د جمهوري ادارو قوي كولو ٬ ضروري اصلاحات راوړلو او په پاكستان كښې جمهوريت مستحكم كولو له په اجتماعي توګه د كار كولو په حاجت زور راوړے دے۔ ده جمهوريت د يوې منصفانه او ټولشموله ټولنې بنياد ګرځولو سره ووئيل ??ام ته د پېښو مسئلو يوازينې حل يو مضبوط او متحرك جمهوري عمل سره تړلے دے۔ د روان كال په مهال د جمهوريت ورځې نړيوال عنوان”د مصنوعي ذهانت په مرسته غوره حكمرانۍ ته وده” دے۔ په خپل پېغام كښې ص??ر مملكت د مصنوعي ذهانت اهميت په ډاګه كولو سره ووئيل ??صنوعي ذهانت د سپېځلتيا ٬ احتساب او د انتظام عامه كاركردګي ښه كولو كښې مرستياله ثابتېدې شي۔ دغسې په ډېټا اډانه لرونكي معلومات وړاندې كولو سره د ووټرز جمهوري عمل ته لاس رسي لاښه كوي۔ ص??ر مملكت د پارليمنټ كردار د جمهوريت تحفظ ٬ د اولسي مسئلو حل او د بشپړه پالېسيو په تشكيل ??ښې زيات مهم وګرځولو۔ ده ووئيل زمونږ سباؤن د جمهوري ادارو قوي كولو او ددې خبرې باوري كولو له اجتماعي هڅو سره تړلے دے چې جمهوريت دے راتلونكو نسلونو لپاره لا وده وكړي۔ صدر ووئيل د بنيادي حقونو تحفظ او د ټولو وګړو سياسي ٬ معاشي او سماجي شموليت د جمهوريت اساس دے۔ ۔ص??ر مملکت د شهید ذوالفقار علی بھټو او شهیدې بېنظير بھټو قربانيو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره ووئيل ??غوي په پاكستان كښې د جمهوريت په بحالۍ او استحكام كښې بنيادي كردار ترسره كړو۔ د هغوي ميراث د جمهوري اقدارو بقا له هڅې يوه پرله پسې يادګيرنه ده۔ ص??ر مملكت ووئيل د جمهوريت دلارې د پاكستان سماجي او اقتصادي انصاف ٬ د قانون حكمراني او د رايې څرګندولو آزادي باوري كېدې شي۔
جمهوري ادارې مضبوطولو ٬ ضروري اصلاحات راوړلو ته اړتيا ده: صدر مملكت آصف علي زرداري
Virtual Reality Lottery Official Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے طریقے