اسلام آباد 13 مئی (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهبازشریف د غنمو په اخستلو ك??ې د ټیکنالوجی استعمال لپاره په عمل نه كولو او بے غورۍ كولو د پاسکو منیجنګ ډائریکټر او جنرل منیجر پروکیورمنټ معطل کولو سپارښتنه كولو سره وئيلي چې حکومت په هېواد ك??ې د غذائی تحفظ باوري كولو لپاره هر ممکن هڅې كوي، د كروندګرو زيان به په هيڅ صورت نه شي زغملے۔ده دا سپارښتنه د ګل په ورځ د غنمو طلب او رسد او وفاقی حکومت خریدارۍ پروګرام په اړه د يوې اعلیٰ پائې غونډي مشري كولو سره كړي۔په غونډه ك??ې د خزاني وفاقی وزیر محمد اورنګزیب ، د قامی غذائی تحفظ او تحقیق وفاقی وزیر رانا تنویر حسین ، د اقتصادیات وفاقی وزیر احد خان چیمه، د تجارت وفاقی وزیر جام کمال خان ، د انفارمېشن ټیکنالوجی وزیر مملکت شزا فاطمه خواجه ، د وزیراعظم کوآرډینیټر رانا احسان افضل او اړوندو اعلیٰ سرکاری افسرانو ګډون وكړو۔د غونډې ګډون كونكو سره خبرو كښې وزیراعظم ووئيل د كروندګرو پرمختګ او سوكال?? له به بشپړه ګامونه پورته كولې شي۔ ده ووئيل حکومت په هېواد ك??ې د غذائی تحفظ په اړه هر ممكن هڅې كوي۔وزیراعظم پوښتنه وكړه چې د غنمو اخستلو عمل لپاره موبائل ایپلی کیشن ولي نه ؤ جوړ شوې؟ وزیراعظم د غنمو اخستلو عمل ك??ې د ټیکنالوجی استعمال په اړه په هدایات عمل نه کولو او او په دې اړه په بے غورۍ كولو د پاسکو منیجنګ ډائریکټر او جنرل منیجر پروکیورمنټ معطل کولو سپارښتنه وكړه۔ وزیراعظم تاکید وكړو چې د غنمو اخستلو عمل سپيځلې كولو په اړه دې ټیکنالوجی استعمال کړې شي او په دې لړ ك??ې دې موبائل فون ایپلی کیشن زر تر زره جوړ كړې شي۔ده د پاسکو اسټاك تھرډ پارټی آډټ کولو سپارښتنه هم وكړه۔ وزیراعظم سپارښتنه وكړه چې کروندګرو معاشی تحفظ لپاره د غلے انشورنس دې باوري كړې شي۔ دې نه ځانله وزیر اعظم پاسکو ته د څلور لكهه ميټرك ټنه اضافی غنمو په شفاف او كوټلې ډول د اخستلو هم سپارښتنه وكړه۔وزیراعظم ووئيل د كروندګرو زيان به په هيڅ صورت زغملے نشي۔وزیراعظم ووئيل ښه کارکردګی څرګندونه كونكو د پاسکو مرکزونو او افس??ان انتخاب دې وكړې شي او د هغوې دې په حکومتی كچه ډاډګيرنه وكړې شي۔
وزیراعظم د پاسکو اېم ډی او جی اېم پروکیورمنټ معطل کولو سپارښتنه٬ د كروندګرو پرمختګ او سوكالۍ لپاره به بشپړه اقدامات كولې شي۔غونډې ته وينا
Sweet Dream Rich Mine Entertainment Official APP
مضمون کا ماخذ : como jogar lotomania