لاہور۔30مارچ(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير ع??اﺀ تارړ وئيلي دي چې د هېواد د معيشت بحالي او د اولسي مسئلو حل زمونږ اولنۍ ترجيح ده۔ د وزيراعظم شهباز شريف د مثبت پالېسيو له امله د روپۍ قدر مستحكم شوے دے٬ په راتلونكو ورځو ك??ې به ګرانۍ كښې لا كمې رامخې ته شي٬ مسلم ??يګ نون تل د خپل كاركن غږ جوړ شوے دے ٬ د سیاسي کاركنانو قربانيو جمهوريت قوي كړې دې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د مسلم ??يګ (ن) د فعال كاركن عتيق چوهدري په مړينه د هغه كورنۍ سره د غمرازۍ كولو ورسته ميډيا سره خبرو ك??ې وكړه۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل د معيشت بحالي او د خلكو ستونزې حل كول د حكومت وړومبۍ ترجيح ده او په دې لړ كښې حكومت شپه او ورځ هڅې كوي۔ ده ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف د مثبت پالېسيو له امله د روپۍ قدر مستحكم شوے دے٬ په راتلونكو ورځو ك??ې به ګرانۍ كښې لا كمې رامخې ته شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل وزیراعظم شهباز شریف څو ورځې وړاندې د هېواد په تاريخ كښې په اولني ځل په تحريري توګه ټولو وزارتونو ته د لنډې او اوږدې مودې هدفونه ترلاسه كولو له دستاوېزات لېږلي دي۔ په دې هدفونو ك??ې د بېروزګارۍ ختمول ٬ ګرانۍ كښې كمې او د معاشي مسئلو حل كول شامل دي۔ ده ووئيل د دې هدفونو په وخت ترلاسه كولو سره وزارتونو ته سخت هدايات هم جاري كړې شوي دي۔ ده ووئيل وزيراعظم به ټولو وزارتونو څخه د كاركردګۍ په اړه پوښتنه كوي۔ ده ووئيل مخلص كاركن كله هم د ضمير سودا نه كوي٬ په سخت وخت كښې د نزدې كسانو څېره تل ياده پاتې كيږي۔ ده ووئيل اروښاد عتيق چوهدري د ګوند مخلص كاركن وو۔ د ده په څير كاركنان د ګوند اثاثه وي۔ د ده له كبله نن مونږ هم دې منصبونو ته رارسېدلې يؤ۔ ده ووئيل ما ته د ګوند د كاركنانو حق لپاره غږ پورته كړې٬ چاته مې د دوئي د استحصال كولو اجازه وركړې نه ده۔ ده ووئيل مسلم ??يګ نون به د ارواښاد عتيق احمد د ماشومانو كفالت كوي۔ دې څخه وړاندې وفاقي وزير ع??ا تارړ د پرائم منسټر یوتھ پروګرام چیئرمین رانا مشهود احمد خان د مسلم ??یګ (ن) كاركن عتیق چوهدری په مړينه غمجنې كورنۍ سره غمرازي وكړه۔ ده ګوند لپاره د خذماتو په ترسره كولو ارواښاد عتيق چوهدري ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې۔ دواړو لارښودو دعا وكړه جې پاك پروردګار دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو ك??ې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔
د هيواد د معيشت بحالي او د اولسي مسئلو حل زمونږ اولنۍ ترجيح ده٬ د وزيراعظم د مثبت پاليسيو له امله د روپۍ قدر مستحكم شوے ٬ په راتلونكو ورځو كښې به ګرانۍ كښې لا كمې رامخې ته شي٬عطا تارړ
Cold hot pot entertainment official entrance
مضمون کا ماخذ : پاور بال جیتنے کے طریقے