اسلام آباد۔9مارچ(اے پی پی) د مسلم ليګ (نون) او نورو اتحادي ګوندونو صدارتي كانديد آصف عل?? زرداری قومی اسمبلۍ او سېنېټ څخه 255 ووټونه ترل??سه كولو سره كامياب ګرځولے شوے او د ده به مقابله كښې د سني اتحاد كونسل او نورو اپوزيشن ګوندونو كانديد محمود خان اچکزئی 119 ووټونه ترل??سه كړل۔ د سېنېټ او قومي اسمبلۍ غړو لپاره په جوړ كړې شوي پولنګ سټېشن د پریذائیډنګ آفیسر فرائض جسټس عمر فاروق ترسره كړل۔ پولنګ 11 بجې پېل شو۔ اولنے ووټ د قومي اسمبلۍ غړي عبدالحکیم بلوچ او دويم وزيراعظم شهباز شريف وكارولو۔ د قومی اسمبلۍ او سېنېټ ټولو 375 غړو خپله رايې وكاروله۔ د پاكستان مسلم ليګ نون او نورو اتحادي ګوندونو كانديد آصف عل?? زرداری 255 ووټونه ترل??سه كړل۔ يو ووټ مسترد كړے شو۔ د پولنګ عمل تر 4 بجو روان وو۔ دې څخه وروستو پریذائیډنګ آفیسر د دواړو كانديدانو پولنګ ايجنټانو شيري رحمان او سردار شفيق ترين په موجودګۍ كښې د ووټونو شمېره وكړه او د اعلان كړې شوې نتيجې له مخې آصف عل?? زرداري قومی اسمبلۍ او سېنېټ لپاره جوړ كړې شوي پولنګ سټېشن څخه كامياب وګرځولے شو۔ جے یو آئی (ف)، جماعت اسلامی او جی ډی اے د ټاكنو عمل بائيكاټ وكړو۔ د نتیجې د اعلان كېدو څخه وروستو د پي پي پي پ?? او پي اېم اېل اېن پارليماني غړي بلاول بھټو زرداري ته لاړل او هغه ته يۍ د آصف عل?? زرداري د په كاميابۍ مباركي وركړه۔
آصف علي زرداري قومي اسمبلۍ او سينيټ څخه د 255 ووټونو په ترلاسه كولو صدر وټاكلے شو
Tsar's Treasure Official Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن مفت