اسلام آباد۔29نومبر(اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي د پاكستان او ډنمارك ترمينځه رابطو ته به لا وده وركولې شي٬ په بېلو څانګو كښې به د ډنمارك د اعلی مهارت نه استفاده كوؤ٬ د دوه اړخيزه تجارت په لاره كښې ولاړ خنډان به لرې كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ډنمارك سفيرې ليز روزن هوم سره خبرو كښې وكړه كومې چې د ګل په ورځ هغه سره ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د داخله وزارت اعلی چارواكي او د ډنمارك سفارت عملې غړي هم موجود وو۔ په دې موقع د دوه اړخيزه اړيكو په شمول د شريكې خوښې په نورو چارو خبرې وشوې۔ داخله وزير خپلو خبرو كښې ووئيل د پاكستان او ډنمارك ترمينځه رابطو ته به لا وده وركولې شي٬ په بېلو څانګو كښې به د ډنمارك د اعلی مهارت نه استفاده كوؤ٬ د دوه اړخيزه تجارت په لاره كښې ولاړ خنډان به لرې كولې شي۔ هغه ووئيل پاكستان به افغانستان كښې د تلپاتي امن په ځائې كولو له خپلې هڅې روانې ساتي٬ افغان وګړي او په خاص توګه كوچنيان او مېرمنې د بنيادي ضرورت څيزونو ته سخته اړتيا لري ٬ نړيواله ورورولي دې د بشري خواخوږۍ په بنياد د افغان وګړو مرسته وكړي۔ هغه ووئيل پاكستان د 100 زره نه زياتو وګړو افغانستان څخه وتلو كښې مرسته وكړه٬ په دې خبره اندېښنه ده چې چرته د وسائلو د كمي د لاسه افغانستان كښې د قحط صورتحال رامخې ته نه شي۔ په دې موقعه خپلو خبرو كښې د ډنمارك سفيرې ووئيل په دوه اړخيزه اړيكو كښې د تجارت او سېلګرۍ په څانګو كښې به مرسته زياتول وي٬ په افغانستان كښې تلپاتي امن كښې خوښي لرؤ او د پاكستان هڅو ته د قدر په سترګه ګورؤ۔ هغې ووئيل د پاكستان او ډنمارك ترمينځه به دوه اړخيزه “ګرین لوظنامې” ډېرې زر لاس ليك شي ٬ چې ورسره به دوه اړخيزه كاروباري اړيكې لا پراخه شي
د پاكستان او ډنمارك ترمينځه رابطو ته به لا وده وركولې شي٬ په بېلو څانګو كښې به د ډنمارك د اعلی مهارت نه استفاده كوؤ٬ د داخله وزير شېخ رشيد احمد د ډنمارك سفيرې سره ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : جوگوس ڈی لوٹیریا آن لائن