اسلام آباد۔2اکتوبر(اے پی پی) د المان سفیر الفرېډ ګراناس وئیلي، زمونږ هېواد د پاکستان له سېلاب ځپلو کورنیو سره مالي مرسته زياتولو سره تر 56 میلیونه یورو رسولې ده۔ د اتوار په ورځ په خپل ټويټ كښې د المان سفير ووئيل د سېلاب ځپلو كورنيو سره مرستې او د ورستيو سېلابونو په زيانونو قابو موندلو له د مرستې رقم زيات كړې شوې دې۔ ده ووئيل مونږ په دې سخت وخت كښې د پاكستان زړور ولس سره ولاړ يو او د خپل اړخه مرسته به روانه ساتؤ۔ ده ووئيل زمونږ هېواد به په پاکستان کښې سیلاب ځپلو ته خواړه، حفظان صحت سره اړوند مصنوعات او طبي سامان وركوي۔ ده ووئيل زمونږ خواخوږۍ ځپليو كورنيو سره دي لكه څنګه چې صدر فرېنك والټر اسټين ميئر او وفاقي چانسلر اولاف شولز د خپلو هڅنګو په نامه د غمزاۍ خطونو كښې د دې څرګندونه كړې ده۔ ده ووئيل وفاقي وزير سوينجا شولز د ستمبر په 7 مه نېټه د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې شېري رحمان سره وېډيو كنفرنس وكړو۔ ده ووئيل بې كوره شوي كسان به ډېر زر خپلو پلارنو سيمو ته بېرته لاړ شي۔ پاكستان د نړيوالې مرستې خواست كرې او المان د نورو عطيه كوؤنكو هېوادونو په څير پاكستان سره مرستې ته دوام وركوي۔
د پاکستان سېلاب ځپلو کورنیو مالي مرسته مو تر 56 میلیونه یورو رسولې۔ د المان سفير
مضمون کا ماخذ : پنجاب لاٹری