اسلام آباد۔4اپرېل(اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ د سپریم کورټ په پرېكړه د افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې سپريم كورټ د پارليمان ٬ حكومت ٬ اتحادي ګوندونو ٬ بار كونسلز او د سول سوسائتۍ په غوښتنه غور ونكړو۔ ازخود نوټس او د دائره اختيار په شمول ټولو قانوني او آئيني چارو له دې 13 كسيزه بنچ تشكيل كړے شي۔ ده د نهې په ورځ د سپريم كورټ مخې ته د پرېكړې له راتللو وروستو خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ ده ووئيل سپریم کورټ آف پاکستان په دوه صوبو كښې د ټاكنو په اړه لنډه پرېكړه كړې ده۔ درې كسيزه بنچ د پارليمان ٬ اتحادي ګوندونو ٬ بار كونسلز او سول سوسائتۍ په غوښتنه غور ونكړو۔ دا يوه مهمه آئيني او قانوني معامله ده په دې اړه د پارليمان او اتحادي ګوندونو رائې هم رامخې ته شوې وه۔ كوم دوه ججانو چې دې كېس څخه ځان لرې كړې وو نو د هغوي نه علاوه بايد فل كورټ جوړ كړے شوے وے۔ ده ووئيل ننۍ پرېكړې په هېواد كښې روان ِآئيني بحران لا زيات كړو۔ ده ووئيل اټارني جنرل عدالت ته يوه بله لاره هم وښودله چې هېواد امنيتي او معاشي ستونزو سره مخ دې په دې كښې كه آئيني مسئله هم شامله كړې شي نو مشكلات به رامخې ته شي۔ اټارني جنرل مشوره وركړه چې په پاتې 6 ججانو دې يو بنچ جوړ كړے شي خو زمونږ استدعا رد كړے شوه۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل جسټس قاضی فائز عیسی د ازخود نوټس کېسونو سماعت څخه منع وكړه نو د يو سركلر د لارې دا رد كړے شو۔ اوس ضرروت پېښ شو چې د پرېكړه اورولو څخه وروستو 6 كسيزه بنچ تشكيل كړې شوې دې۔ دا محسوسيږي چې عدالت په دوو برخو كښې وېشلے شوے دے۔ ده ووئيل سوال درته كوم چې ادارې متحد كړۍ ٬ د سپريم كورټ مخې ته د لګېدلې تلې دواړه چابړي برابر ښودلې شوي دي۔ ده ووئيل د ادارې توقير او تقدس لپاره دې 13 كسيزه بنچ د قانوني او آئيني چارو حل ولټوي۔ ده ووئيل الېكشن كمېشن يوه آزاده او خپلواكه اداره ده ٬ ادارو ته مو هم وئيلې د چې الېكشن كمېشن سره مرسته وكړي۔
د 3 كسيزه بنچ په پريكړه د خفګان او افسوس څرګندونه كيدې شي٬ ازخود نوټس او د دائره اختيار په شمول ټولو قانوني او آئيني چارو له دې 13 كسيزه بنچ تشكيل كړے شي٬ د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ
مضمون کا ماخذ : آن لائن اسکریچ کارڈز