اسلام آباد۔16نومبر(اے پی پی) د خزانې ٬محصولات او اقتصادي چارو نګران وفاقي وزيرې ډاكټر شمشاد اختر وئيلي دي د آئي اېم اېف لوظنامې څخه وروستو د ګټورو اصلاحاتو له امله اقتصاد?? هلې ځلې بحال ٬ كا??وباري فضا پياوړې او د سرمايه كا??و باور زيات شوے٬ د كلي معيشت استحكام او متوازن نمو ترلاسه كولو له به خپلې هڅې روانې ساتؤ٬ په سركاري كا??وباري ادارو كښې د ګورننس اصلاحات عمل به دوامداره ساتلے شي۔ د زيارت په ورځ خبريالانو سره خپلو غېر رسمي خبرو كښې دې ووئيل تېره ورځ آئي اېم اېف سره د سټاف كچ لوظنامه وشوه ، د آئي اېم اېف اېګزېكټو بورډ ??خه به په راتلونكو ورځو كښې د دې منظوري وركړې شي۔ د سټاف په كچه لوظنامې څخه وروستو به پاكستان ته نزدې 70 کروړه امریکائي ډالره ترلاسه شي چې ورسره به پاكستان سره د آئي اېم اېف پروګرام لاندې د معاونت حجم نزدې 1.9 ارب ډالر ته ورسي۔ د خزانې وزيرې ووئيل پاكستان په جولائي 2023 كښې آئي اېم اېف سره د 3 ارب ډالرو ترلاسه كولو له سټېنډ بائي لوظنامه كړې وه۔ د دغې لوظنامې لاندې مونږ په تېرو يو څو مياشتو كښې كامياب اصلاحات وكړل چې ورسره اقتصاد?? هلې ځلې بحال شوې ٬ كا??وباري فضا پياوړې شوه او د سرمايه كا??و باور زيات شو۔ دې ووئيل د دغه اصلاحاتو له امله پاكستان ته د نړيوالو همكارانو ملاتړ هم ترلاسه شو۔ دې ووئيل زمونږ په ترجيحات كښې متحرك او فعاله زري پالېسي هم شامله ده دغسې چې افراط زر خپل مقرره هدف ته بېرته راوستلے شي۔ دې ووئيل په سركاري كا??وباري ادارو كښې د ګورنسس اصلاحات عمل به روان ساتلے شي ٬ دې سره به كا??وباري چاپېريال لا په زړه پورې شي٬ سرمايه كا??ي به زياته شي او د ملازمتونو موقعې به رامخې ته شي۔ دې ووئيل ن??يوالو همكارانو سره به همكارۍ ته وده وركولې شي۔ دې زياته كړه چې پاكستان ګڼ اړخيزه او دوه اړخيزه همكارانو سره تړون لا پياوړې كړے دے۔
د ګتورو اصلاحاتو له امله اقتصادي هلې ځلې بحال ٬ كاروباري فضا پياوړې او د سرمايه كارو باور زيات شوے٬ د معيشت استحكام لپاره به هلې ځلې روانې ساتلې شي٬ د خزانې وزيرې ډاكټر شمشاد اختر خبريالانو سره خبرې
Daring money robbery entertainment platform entrance
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نتائج